محترم ډاکټر صاحب، دوولس ورځي وروسته مي د واده پروګرام دى خو البته زه ډېر خواشيني يم هغه په دې خاطر چي زه هيڅ بلديت نه لرم چي بايد په دې شپه باندي څوک بايد نژديکت څه ډول وکړي او کومو نقطو ته بايد زياته پاملرنه

وکړي او خصوصاً د دخول په وخت کې باید څه وکړم.

دا هغه پوښتني دي چي زه يې د بل کس څه نه سم کولاى نو که تاسي لطف وکړي او د نوموړي موضوعاتو په هکله

پوره تفصیل راته په لازم وخت کې راکړې دا به ستاسو مهرباني وي

په درناوي

ځواب

په دې هکله که څه هم مخکې خبرې شوی دي خو د موضوع اهمیت ته په پام سره غوره ده بیا ورته لنډه کتنه وشي البته یادونه کوم که له طبي چوکاټه بهر په دې موضوع خبرې کیږي هیله ده محترم ډاکټر صاحبان پرې نیوکه ونه کړي د واده شپه د ګډ ژوند لومړنۍ شپه وي په تیره بیا په پښتني کلتور کې ډیر اهیمت لري او له اسلامي نظره هم یوه مبارکه شپه بلل شوې ده مبارکه په دې بلل شوې چې په روایتونو کې راغلي دي چې مومن په واده سره خپل نیم ایمان بشپړوي ځکه خو په اسلامي سرچینو او متنونو کې دې چارې ته ډیر درناوی شوی او اهمیت ورکړل شوی دی ویل کیږي په دې شپه دعا قبلیږي او پرښتې د ناوې او زوم لپاره دخداي رحمتونه نازلوي په روایتونو کې راغلي دي چې که څوک مقاربت او له خپل میړه یا ومیرمنې سره مقاربت له ادابو او دودونو سره سم ترسره کړي دغه چاره عبادت ګڼل کیږي او دغسې کسان ویل کیږي په یوه سنت عمل کوي.

د دې لپاره چې سمه جنسي اړیکه ترسره شي باید یو لړ اصول او اداب په پام کې ونیول شي حیوان او انسان دواړه جنسي تمایل لري خو انسان شعور لري او دغه چاره باید له یو لړ ادابو سره تر سره کړي ددې لپاره چې یو ځوان او یا پیغله د واده په شپه دمقاربت په وخت له ستونزې سره مخامخ نه شي باید دغه اصول او رودې زده کړي په د غو اصولو کې د مقاربت سریزې ، دیوبل دعاطفي اړتیاوو پيژندل او هغوته پام کول ، دمقاربت دبیلابیلو لارو پیژندل ، دغه راز په دې پوهیدل چې څنګه له حاملګي مخنیوی کولی شي ، له مذهبي پلوه په ځینې مسلو پوهیدل لکه په غسل دمقاربت په شرعي اصولو پوهیدل ، دتناسلي غړیو په حفظ الصحې پوهیدل ، او دمقاربت په احتمالي ستونزو پوهیدل چې که ورسره مخامخ شي باید علاج ېې وکړي دغه راز په سلګونو واړه او غټ ټکي شته چې دلته په ټولو خبرې نه شول کولاي خو ددې لپاره چې په دې هکله بشپړ معلومات ترلاسه کړئ باید ورته پوره مطالعه ولرئ.

تر ټولو مهمه مسله دا ده چې په جنسي مقاربت کې باید دواړه لوري دجنسي خوند داوج ټکي یا ارګازم ته ورسیږي چې دبریالي جنسي اړیکې یوه اصلي نښه ګڼل کیږي خو له بده مرغه   په پښتنې ټولنه کې دغې چارې ته هیڅ توجه نه کیږي په تیره بیا د میرمنو خواهش له پامه غور ځول کیږي ځکه خو ګورو له چې له واده و روسته ډیرې رواني او جسمي ستونزې را برسیره کیږي په ډیرو هیوادونو کې په دې اړخ څیړنې شوي دي او وايي چې پنځه اویا په سلو کې کورنۍ مسلې په همدې چارې کې ریشه لري.

دجنسي خوند اوج ته رسیدل په نارینه او میرمنو کې توپير لري او معمولاً نارینه تر میرمنې ژر ارګازم   یا دجنسي خوند اوج ته ر سیږي ډیر نارینه دې مسلې ته متوجه نه وي او کله چې د وي ارضا او ارګازم ته ورسیدل نو خپل فعالیت پریږدي په داسې حال کې چې میرمن یې لا ارضا شوې نه وي که میرمن په دې حالت کې خوشې شي حتي ممکنه ده دنس او ملا دردونه ورته پيدا شي او له روانی پلوه له ستونزو سره مخامخ شي نو ددې لپاره چې خاوند خپل میرمن ارګازم ته ورسوي باید تر هغه وړاندې ورسره مینه وکړي او او د میرمنې دحساسو برخو په پارولو سره هغه دغه کار ته چمتو کړي .

دغه خبره به څومره سمه وي خو ما په یوه دیني مطلب کې پیدا کړه او پکې راغلي وو چې هغه میړه چې له مقاربته مخکې له میرمنې سره مینه او معاشقه وکړي یعنې ترمقاربت مخکې هغه وپاروي دخداي له ځانګړي لطف او مهربانۍ سره مخامخیږي.

(لکه چې په مسلمانانو کې دود ده   د واده دشپې پيل او لومړنۍ خبرې که په دینې اصولو سره وشي ښایي په تول ژوند کې بریالي وي ما دلته په اروپا کې له یو عرب امام څخه په دې هکله پوښتنه وکړه هغه رارته وویل غوره ده کله چې زوم کوټې ته ننوځي خپل لاس د ناوې په ټنډه کیږدي او دځان ، ناوې او راتلونکې بچیانو لپاره دغه دعا ولولي «اللهم بامانتک اخذتها و بکلماتک استحللت فرجها، فان قضیت لی منها ولدا فاجعله مسلما سویّا ولا تجعله شرک شیطان ای خدایه دغه میرمن مې له تا امانت اخیستې ده او ستا په کلمو مې حلاله کړه او که دې میرمنې دې ماته اولاد راکړ هغه له برکتونو ډک او متقي وګرځوه او دشیطان لپاره ترې ګټه مه ورسوه ښايي ځینې کسان په دې هکله ډیر معلومات ولري خو ما له بل چاپه دې هکله پوښتنه کړې که څه تیروتنه وي ما وبخښئ خو کوم سړی چې ما ته دغه معلومات ر اکړي ښه ملا او امام دی دغه ملا امام وايي غوره ده خاوند او میرمن اودس وکړي بیا دې تکبیر ووايي او دوه رکعته لمونځ دې وکړي او له هغه وروسته دې مقاربت وکړي.)

دغه اسلامي دود یوه بله ګټه هم لري په تیره بیا دپښتنو لپاره چې خپله میرمن ډیر ځله د واده په شپه ګوري او هغه دا چې په دې ډول له هغې سره دخبرو پلمه پيدا کیږي او دعاګانې دواړو لورو ته روحیه هم ورکوي په هر صورت له دینې مسلو چې ورتیر شو باید دغه یادونه هم وکړ چې نوې جوړه دپوهنتون محصلینو ته ورته دي هغوي دژوند په کږلیچونو او لوړو ژورو کې لومړنی ګام اخیتسی وي که له لومړۍ شپې دوي له خپلو تیروتنو درس واخلي ډیر ښه به پر مخ لاړ شي خو د واده لومړنۍ شپه ممکنه ده په ټول ژوند اغیز وشیندې په دې برخه کې خاوند ښه رول لوبولی شي دغه مسله په پرمختللوټولنو کې حل شوې ده خو زموږ په ټولنه کې لاهم یو ه مسله ده کله چې د واده په لو مړۍ شپه میرمن او خاوند دیو بل په وړاندې راځي له بده مرغه ډیری ځوانان یوازې جنسي مسلې ته متوجه وي او دټول عمر لاره ورته نه ښکاري لږفکر وکړئ دغه میرمن به ټول عمر له تاسو سره وي ښه به نه وي چې لږ ترلږه په لومړۍ شپه په جنسي مسلو هیڅ فکر مه کوئ یوازې دغه شپه په مجلس او خبرو تیره کړئ او له ټوکو ټکالو ېې پیل کړئ خپلې میرمنې ته دخپل کور خصوصیات بیان کړئ او هغې ته روحیه ورکړئ چې په نوي او پردي کور کې چې له دې وروسته ددې خپل کور دی خوشاله وي او له تاسو سره ستاسو په هدف کې مرسته وکړي ځینې ځوانان د واده په شپه دجشن او د واده په مراسمو کې دومره ډوب وي چې پوه نه وي څومره لوي مسولیت ورپه غاړه دی د واده مراسم یوازې یوه ورځ وي اوس تاسو مجبوره یاست له یوبل سره ګډ ژوند وکړئ له یو بل سره تعامل وکړئ غوره ده له لومړۍ شپې د یوبل ګډ ټکي پيدا کړئ له دغه واده خوند واخلئ او د واده فلم بیا بیا وګورئ خو په ذهن کې لوي تصویر دیو واقعي ژوند هم ولرئ .

ډیر ځله په پښتنې ټولنه کې خاوند او میرمن له یو بله پوره پيژندګولي نه لري له همدې شپې هڅه وکړئ یوبل وپيژنئ یوه بله خبره چې پښتانه تل ورته اهمیت ورکوي دا ده چې غواړي دا یوه میرمن چې نوي کور ته راځي په خپل خوي او عادت بدله کړي خو دې ته متوجه نه وي چې دیوه انسان بدلول اسانه کار نه دی په تیره بیا هغه کسان چې ځوانان وي ژر نه بدلیږي ښايی له شرم او حیا ستاسو ټولې خبرې ومني خو بدلیدل ېې ناشونی وي نو غوره ده خپله میرمن اویا خپل خاوند په هغو خصوصیاتو سره چې لري ېې ومنئ که ېې په زور هر کار ته مجبوره کړئ وروسته به ناوړه پایلې ولري او ستاسو په ټولې کورنۍ به ېې اغیز جوت وي.

په پښتني ټولنه کې ترټولو مهمه مسله له خپلې کورنۍ سره دمیرمنې اړیکې دي که دغه اړیکې خرابې شوي رغیدل ېې سخت وي او په راتلونکو نسلونو هم بده اغیزه لري هڅه وکړئ دلته تعادل وساتئ او له لومړۍ شپې دې مسلې ته متوجه وئ.

هڅه وکړئ له خپلې میرمنې او یا میرمن له خپل خاوند سره بحث او خبرې وکړئ هیڅکله جنجال مه کوئ منطقي خبره کوئ او یو بل ته قناعت ورکړئ په خبرو کې کنټرول له لاسه مه ورکوئ.

ترټولو مهمه مسله دا ده چې اوس متاهل شوي یاست او باید دمجردۍ فکر ونه پریږدئ   دخپلې میرمنې فکر کوئ او له ملګرو سره ناسته پاسته هم کنټرول کړئ که مخکې هر وخت شپه او ورځ له خپلو ملګرو سره وئ اوس دغه کار نه شئ کولاي ځکه چې دبل چا مسولیت هم درله غاړې شوی دی .

لکه چې مخکې وویل شول لومړۍ شپه ډیره مهمه ده او ممکنه ده خاطره ېې ټول عمر له تاسو او یا ستاسو له میرمنې سره وي هیڅ ټینګار مه کوئ چې په لومړۍ شپه دې مقاربت وشي سمه ده چې دا مقاربت مهم او نوم ېې جنسي اړیکه ده خو ډیره روحي او روانی مسله ده په تیره بیا دا چې میرمنې په دې وخت سخت روحي فشار لري هغه درک کړئ او دا خبره طبیعي هم ده چې ښايي ونه غواړي له تاسو سره څملي ځکه چې ویریږي دغه ویره باید تاسو ورته ختمه کړئ او هغه چمتو کړئ له زوه کار مه اخلئ دودونه و دستورونو چې دیر ېې غلط دي شاته پریږدئ ښايي دغه چاره لس ورځې هم وخت واخلي آرامش ولرئ .

یو ځل بیا ټینګار کوم ارامش ولرئ په یوه ښه مجلس او خبرو سره اړیکه پيل کړئ او بیا ورو ورو ځان ورنيژدې کړئ که له مینې او پارولو وروسته جنسي اړیکه ټینګه کړئ   دواړه لوري به ترې خوند واخلي ممکنه ده میرمن خونریزي او درد ولري او ښايي دواړه دغه حالتونه موجود نه وي وارخطا کیږئ مه ( په دې هکله په یوې بلې لیکنې کې هم ځینې مسلې بیان شوي له هغه هم استفاده کولی شئ ) .

د جنسي اړیکې په وخت له زوره کار مه اخلئ او پر میرمنې فشار مه اچوئ غوره ده له لبریکا ټ موادو استفاده وکړئ .

دغه خبره هم باید وکړو چې میرمنې د لومړني جنسي مقاربت په وخت دوه ډوله دردونه زغمي یو دبکارت دپردې درد دی او بل د نارینه دجنسي الت د دخول له امله درد دی ځکه چې مهبل کشیږي او دا په خپله درد پيدا کوي ددې لپاره چې دغه درد کم وي غوره ده چې معاشقه او مینه وشي حتمي نه ده چې له مینې وروسته دي جنسي اړیکه ټینګه شي له څو ورځو معاشقې وروسته هم دغه کار کولي شي خو په داسې وخت ېې ترسره کړئ چې میرمن دجنسي خوند اوج ته رسیدلي وي دغه کار به درد کم کړي دویم ډول درد چې د مهبل له کششه پيدا کیږي هم سخت وي ځکه چې مهبل دلومړي ځل لپاره کشیږي دغه درد هم له معاشقې وروسته کمیږي دغه راز له لوبریکانټ ( ښویدونکو) موادو هم استفاده کولاي شئ .

په دې هکله په تیرو پوښتنو کې هم په تفصیل خبرې شوي دي په تاند کې ېې موندل شئ خو هغه کسان په ګډ ژوند کې بریالي وي چې مننطقي دي او له دیتکاتورۍ او زوره استفاده نه کوي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *