د نړۍ په ډېرو بریالیو شرکتونو کې لومړی ګډ کار پیل شوی دی؛ ګوګل (لري پیج) او (سرګي برېن) تأسیس کړ، د اپل شرکت بنسټ لومړی ځل سټیوجابز او سټیو وزنیاک کېښود، پې پال امریکايي شرکت دی چې الکټرونیکي وسایل جوړوی او انتقالوي او بنسټ یې د لومړي ځل لپاره د پنځو کسانو له خوا کېښودل شو.
له یوه لاس څخه ټک نه خېژي، په اصل کې بریالي کسان هغه دي، چې له نورو سره یو ځای کار او جوړ جاړی وکړي. د بریالیو کسانو بله ځانګړنه دا ده، چې د نورو نظرياتو ته په درنه سترګه ګوري او په ډېرو ځایونو کې له دغسې نظرياتو ګټه هم اخلي.
د بېلګې په ډول، که غواړی په ګډه کار وکړی، لومړی یو شریک ايمېل جوړ کړئ. خپل نظرونه د ايمېل له لارې له خپلو همکارانو سره شریک کړئ او یو بل ته مشورې ورکړئ. دغه څه مو له ټیم سره مرسته کوي، چې د مسوولیت احساس وکړي. د ایمېل پر ځای اوس تر ټولو بله اسانه لار دا ده چې يو چټ ګروپ ولری او له لارې يې خپل نظريات سره شريک کړی.