سرچینه: ودصم –

سره له دې چې د ملګرو ملتونو استازي د دواړو انتخاباتي ډلو په منځ کې په منځګړتوب اخته دي او ولسمشر کرزي هم له واکه د تللو ګواښ کړی دی، خو لا هم افغان ټاکنې بې برخلیکه دي.

د ولسمشرۍ جنجالي ټاکنو افغان اقتصاد د سقوط د یو داسې ګړنګ پر غاړه درلولی چې که له همدې مړ ژواندي حالته هم ونه اېستل شي، شاید بیا ژغورل یې د راتلونکي حکومت لپاره په ډېر دروند قیمت تمام شي.

د افغان اقتصاد دا بحراني حالت د ټاکنیزو جنجالونو هغو اړخونو ته هېڅ په نظر نه ورځي چې حد اقل یو طرفه کول یې کولای شي له اوسني بحراني حالته افغان اقتصاد وباسي.

د بهرنیانو په مرستو ولاړ افغان اقتصاد په کور دننه له دې بحراني حالت سربېره په نړیواله کچه هم له یو بل بحراني او بې سرپرسته حالت سره مخ کېدونکی دی.

د لندن په ویلز کې د افغانستان په تړاو د ناټو سرمشریزه چې له افغانستان سره په مرستو پکې بحث کېږي او د افغانستان په ۲۲ هغو برنامو چې په ټوکیو کنفرانس کې نړیوالو ته وړاندې شوې وې، د سالم څار لپاره تګلاره او چوکاټ وړاندې نه کړای شي، نو افغانستان په نړیواله سحطه ګویا یو بل چانس هم له لاسه ورکړي.

د لندن په سرمشریزه کې د افغان استازي په ګډون د دوو انتخاباتي ډلو جنجال او په منځ کې یې د افغان حکومت مداخله به سمدستي حل لاره وي، خو پوښتنه داده چې اوس ټاکل شوي افغان استازي پدغه غونډه کې د افغانستان اوسنیو اقتصادي او امنیتي حالاتو ته په کتو د هغو برنامو د تشریح او اړتیا چوکاټ جوړ کړی، چې وکولای شي نړیوال له افغانستان سره د مرستو په دوام قانع کړي؟

په کور دننه په ملا د مات افغان اقتصاد ښه بېلګه پخپلو بازارونو کې لیدلی شو. د ټاکنیزو جنجالونو له وجې د خلکو کاروبار په ټپه ولاړ دی او په هټیو کې هغه د پخوانیو خوراکي توکو د خرابېدو او خوسا کېدو وخت هم را رسېدلی دی.

د فرعي سړکونو او لارو تر څنګ په هره هټۍ کې د خوراکي توکو د اعتبار تاریخ ته که پام وکړئ، یا یې وخت تېر دی او یا یې یوازې یو څو ورځې وخت پاتې دی. دا د افغان سوداګرو په پانګې هغه سخت ګوزار دی چې تر ټاکنیز جوړجاړي وروسته یې هم پخپلو پښو د درېدو چانس کم دی.

له ۲۰۰۱ ز کال راهیسې چې د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو په افغانستان د طالبانو واکمني چپه کړه، تر ننه د نړیوال بانک د معلوماتو په اساس د افغانستان بهرنیو ډونرانو خپلې ۹۷ سلنه مرستې په بیارغونیزو چارو لګولې دي.

په هغه راپور کې چې د افغانستان د سوداګرۍ خونې له لوري په اګسټ میاشت کې خپور شوی په ښکاره ویل شوي دي، چې افغان اقتصاد له ډېر بد وضعیت سره مخ دی. پانګونه کمه شوې او ډېری کاروبارونه په ټپه ولاړ دي.

دغه راپور د ۵۴۱ افغان فابریکو له مشرانو سره د لیدنو او د هغوی د معلوماتوماتو په اساس ترتیب شوی دی، چې د ۲۰۱۴ ز کال په جولای میاشت کې ورسره لیدل شوي دي. دغه فابریکې ډېری یې په کابل، بلخ، کندهار، ننګرهار او هرات ولایتونو کې دي.

پدې راپور کې ویل شوي، چې د روان کال د مارچ له میاشتې راهیسې افغان فابریکې یا خو په ټپه ولاړې دي او یا هم یوازې د ځان ژوندي ساتلو لپاره نیم کاره فعالیتونه کوي. یوازې په تېرو دریو میاشتو کې په هرو لسو فابریکو کې یوه یې تړل شوې ده.

د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ ز کلونو په منځ کې له نویو راجستر شویو فابریکو څخه ۳۸ سلنه یې سقوط شوې دي او کاري جوازونه یې لغوه کړي. دا له ۲۰۰۸ ز کال راپدېخوا په بېساري ډول د افغان اقتصاد سقوط ښیي.

تېر کال په افغانستان کې د بهرنیو پانګونو بهیر هم ډېر ورو وو. د نړیوال بانک د راپور له مخې، په ۲۰۱۴ ز کال کې ۴،۹ سلنه کاري فرصتونه له منځه وړل شوي، پداسې حال کې چې په ۲۰۰۸ ز کال دغه کچه تقریباً ۱،۳ وه.

د امنیتي ستونزو له وجې په بهرنیو پانګوالو سربېره افغان پانګوال او پانګې هم له هېواده د فرار په حالت کې دي او د هېواد امنیتي ارګانونه د پانګوالو د ځاني او مالي امنیت په تامین کې پاتې راغلي دي.

یوه ورځ وړاندې هم د ټاکنیزو جنجالونو برطرفه کول د افغانستان مړ ژواندي اقتصاد ته ساه ورکولی شي، خو که روان حالت له دې میاشتې هم پښې غځوي، نو د افغان اقتصاد فاتحې اخستو ته به تیاری نیسو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *