د رسمي شمېرو له مخې یوازې د کب د میاشتې په دوه پرلپسې ورځو کې دوه سوه افغانان ووژل شول، هره ورځ په اوسط ډول تر دېرشو پورې افغانان وژل کیږي. هر کال موږ یولس زره شاوخوا بشري ځواک چې ډیری یې ځوانان دي له لاسه ورکوو او ددې دوه برابره موږ ټپیان لرو چې سر له اوسه په ټولنه بار دي.

دا هغه شمېرنه ده چې کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت، ملي امنیت او نړیوالو ځواکونو تاید کړې، که په دې کې د طالبانو او د نورو ډلو، ټپلو ادعاګانې راواخلو نو دا شمېره به تر دې نوره هم لوړه شي.

حالات ورځ تر بلې خرابیږي. د یوناما د کلني راپور له مخې دوه زره دیارلسم کال تر دوه زره دولسم کال خونړی و. د ملکي وګړو د وژنې کچه څوارلس سلنه لوړه شوې وه. که د دوه زره څوارلسم کال د پيل بریدونو ته وکتل شي، نو دا سلنه نوره هم لوړوي.

د تېر کال د کب لمړنۍ نیټه د کابل د څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې په ځانمرګي برید پیل شوه، او وروستی ماښام یې د کابل په سرینا هوټل ته د څلورو ځانمرګو بریدګرو په ننوتلو او هلته د افغان ژورنالیست سردار احمد په ګډون د هغه د میرمنې او دوه ماشومانو په شهادت پای ته ورسیده.

په دې میاشت کې نورې هم داسې بدې پيښې وشوې چې د راتلونکي خطر ترې احساسیدلی شي. په دوهمه نیټه یې د کابل په سروبي ولسوالۍ ډله ییز برید، په څلورمه یې په کنړ کې د اردو د یوشت عسکرو شهیدانیدل، په شپږمه نیټه د روزګان په یوه هوټل کې ځانمرګي برید اولس کسان شهیدان او تر پنځوسو ډير ټپيان کړي و.

د کب په یولسمه نیټه لوګر کې موټر بم څوارلس کسان شهیدان کړل.

د کب پنځلسمه هم د لوګر لپاره بده ورځ وه، ناټو د افغان ملي اردو په پوسته باندې برید وکړ چې دوه ویشت کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

د کب اووه ویشتمه نیټه د فاریاب په مرکز میمنه کې ځانمرګي برید پنځلس کسه شهیدان او پنځه ویشت نور ټپيان کړل.

ننګرهار کې که وړې چاودنې او بریدونو په پام کې ونه نیسو، خو د  میاشتې ورستی ډله ییز برید  چې د یوه محصل سربیره یې نهه پولیس هم شهیدان کړل له نظره نشو غورځولی

د نوي کال لمړۍ ورځ له بریدونو پیل شوه، لا خو کال په سر ولاړ دی که په دعا کیدلی نو د دیرشو میلیونو کسانو په منځ کې خو به د یوه کس دعا قبوله شوې وای. خو خدای د دعا تر څنګ د عمل سپارښتنه هم کوي.

عمل دادی چې حکومتي پالیسۍ کې بدلون راوستل شي. خو دا کار ولسمشر کرزي ته ورته واکمن په وخت کې ناشونی دی. تېر دیارلس کاله خلکو د همدې ورځې په تمه تیر کړل چې نن به حالات ښه کیږي او سبا به ښه کیږي، خو برعکس حالات ورځ تر بلې خرابیدل.

که خدای مه کړه کرزي ته ورته څوک واکمن شي، نو د افغانانو مرګ ژوبله به دوه برابره شي، د حکومت او ولس تر منځ شلیدلې اړیکې به د بېا راټینګېدو نه وي. نړیوال به خپل باور بایلي. د ګاونډيو هېوادونو سترګې به لا پسې سرې شي. د خلکو نیم ژواندې هیلې به پسې ومري، د ډېرو هغه خوب به یوازې خوب پاتې شي چې هېواد یې ورځ تر بلې مخ په ښه کیدو روان دی.

خو له نیکه مرغه لا هم ددې وخت شته چې دا هېواد د کړنګ له ژۍ  وژغورو، او یوازې یوه لاره لرو چې د ډاکټر صاحب اشرف غني احمدزي ټاکل دي.

چې په دې سره به په نړۍ کې د افغانستان ورځ تر بلې بایلونکی اعتبار مخ په ښه کیدو شي، په حکومتي پالیسیو کې به تغیر راشي او د ملګرو ملتونو د هڅو په مټ  هغه مشروطه مرسته چې له دوه زره څوارلسم کال تر دوه زره څلوویشتم کال پورې څه باندې اویا ملیارده ده تر لاسه شي، ځکه دا مرسته هغه وخت شونې ده چې حکومت د فساد په مخنیوي کې د رغنده ګامونو او مصارفو لپاره سم پلان ولري. دا مرسته له هغو مرستو بیله ده چې هر کال څه باندې څلور میلیاره د اردو لپاره ورکول کیږي.

د وزګارتیا کچه به ټيټه شي، کار به اهل ته وسپارل شي او د پرمختګ پلانونه به عملي شي. ځکه د ډاکټر اشرف غني احمدزي پلانونه د نور کاندیدانو په شان  نه دي چې عملي اړخ ته یې یا پام نه دی شوي او یا د عملي کیدو وړ نه وي.

د یوه غني افغانستان په هیله

One thought on “د ګړنګ پر ژۍ ولاړ هېواد/ نذیر احمد نذیر”
  1. پر ورد ګار دی د کرزی اولاد لکه څنګه چی یی نور ملت په حرفوی غلو قا تیلینو او ډاکوانو ټوټی ټوټی کړ دده اولاد هم داسی ذب ذب کړی چی دی او س هم د خپل ځان په شان نر ښځی ملاتړ کوی او غواړی ځانته دعا ګوی پیدا کړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *