تاند، چهار شنبه، د عقرب لومړۍ: زلمي خلیلزاد په بروکسل کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې، فرانسې، جرمني، ایټالیا، ناروې، انګلستان او ملګرو ملتونو له ځانګړو استازو سره د افغان سولې په تړاو ځینو هوکړو ته رسېدلی دی.

د ځانګړو استازو د دغې ناستې څخه وروسته خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان د حاکمیت، خپلواکۍ او ارضي تمامیت ته په درناوي یې په دغه هېواد کې د سولې په تړاو هر اړخیز بحثوه کړي دي.

ځانګړو استازو په افغانستان کې د جګړې د پای په اړه د افغانانو د غوښتنو ملاتړ کړی او ټینګار یې کړی دی چې تلپاتې سوله یوازې د سیاسي حل له لارې راتللی شي.

د ځانګړو استازو په دغه ناسته کې له ټولو لوریو غوښتنه وشوه چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د راکمولو او ملکي تلفاتو د مخنیوي هڅې وشي تر څو د سولې لپاره لازم شرایط برابر شي.

په دې ناسته کې د ولسمشریزو ټاکنو ترسراوی هم په سختو شرایطو کې د اساسي قانون د تطبیق په برخه کې مهمه لاسته راوړنه بلل شوې او د افغان سولې په تړاو په نړیواله کچه د ټولو هڅو ملاتړ ښکاره شوی دی.

ځانګړو استازو همدا راز د افغانستان په ۱۸ کلنو لاسته راوړنو ساتلو، د ښځو د حقونو او اقلیتونو په خوندیتوب ټینګار کړی دی.

ځانګړو استازو همدا راز ژر تر ژره په افغاني مذاکراتو پيلولو هم تاکید کړی چې د ټولو لوریو عزت او تایید په کې خوندي وي.

همدا راز یې پر ملي یووالي حکومت هم غږ کړی چې د سولې لپاره دې ژر تر ژره یو ټولمنلی پلاوی تشکیل کړي، خو پر ښکیلو لوریو یې دا ټینګار هم کړی چې د سولې د مذاکراتو له پیلولو وړاندې دې سراسري اوربند ټینګ کړي.

په ناسته کې ټینګار شوی چې له سولې وروسته به په ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان په اړه یو لوی نړیوال کنفرانس جوړېږي چې مرستندویان به په کې له دغه هېواد سره د خپلو مرستو او ملاتړ ژمنې تازه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *