د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره

خبرپاڼه

۱۳۹۳/چنګاښ/۲۵

د دایکندي ولایت د ګیزاب ولسوالۍ، یو شمېر قومي مشرانو د چهار شنبې پر ورځ، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې لوی رییس عبدالخالق فراهي، سره په لېدنه کې، د خپلې ولسوالۍ د خلکو د ستونزو د هواري غوښتنه وکړه. ډاکټر عطاءالله تاج، چې د نورو په استازیتوب یې خبرې کولې، وویل : د ګیزاب ولسوالۍ خلک، له ډېرې مودې راهیسې، د سیمه ییزو زورواکو او نامسووله وسلوالو لخوا، کړول کېږي.

ښاغلي تاج زیاته کړه، چې د ولسوالۍ اداري چارې یې د روزګان ولایت سره تړل شوې دي، چې د یاد ولایت لخوا سمه پاملرنه نه ورته کېږي. د ګیزاب ولسوالۍ قومي مشرانو، غوښتنه وکړه، چې د ګیزاب ولسوالۍ د اوسیدونکواحصایه دې، د روزګان ولایت په احصایه کې شامله شي او دوی ته دې د روزګان ولایت له لارې، خپل رسمي حقونه ورسېږي.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې لوی رییس عبدالخالق فراهي، د ګیزاب ولسوالۍ مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې د ولسوالۍ د اداري چارو د ښه مدیریت لپاره به یې، روزګان ولایت ته ځانګړې سپارښتنه وکړي. نوموړي همدا راز ژمنه ورکړه، چې ټولې ستونزې به یې، د افغانستان اسلامي جمهوريت له جمهور رییس سره شریکې کړي.

د یادولو وړده، چې په رسمي تشکیل کې، ګیزاب ولسوالي د دایکندي ولایت اړونده ده، خو د چارو د غوره ترسره کېدونې په موخه یې اداري چارې د روزګان ولایت سره تړل شوې دي.

په دې لېدنه کې، د چارو د ادارې او وزیرانو شورا د ادارالانشاء لوی ریاست معین، سید ولي سلطان او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې معینانو هم ګډون درلود.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *