لادرکه کيسې او د افغانستان يوه کيسه
د چکوسلواکیا يو ځوان خپل هيواد پريښود او بل هيواد ته ولاړ چې ثروت پيدا کړي او بيا خپل هيواد ته راشي هغه ولاړ او پنځه ويشت کلونه وروسته راغي مور او خور يې يو هوټل نيولي او په هغه کې يې کار کاوه ۔له پنځه ويشتو کلونو وروسته چۍ واده يۍ کړي و اويوڅه بډائ شوي و هماغه هوټل ته راځي اوهلته کوټه نيسي مور اوخور يې نه پيژني څيره يې بدله شوي وي . ده هم غوښتل چې هغوۍ غافل کړي اوبيا په سبا ورځ هغو ته ځان وروپيژني . ميرمن يۍ په جلا هوټل کۍ کوټه نيسي اوخپله هم دمور اوخور په هوټل کۍ ځائ نيسي . خو په نيمه شپه کۍ کله چۍ ويده کيږي مور اوخور يۍ هغه وژني اوپيسۍ يۍ ورته غلا کوي .
دا د البرت کامو دمشهوري نندارۍ چۍ ناسم پوهاوي يا (سوء تفاهم ) نوميږي کيسه ده. دې کيسې له شفاهي کيسو سرچينه اخيستي ده چې خوله په خوله گرځي اوپه مکان اوزمان کۍ ډير جزيي بدلون پهکۍ را وستل شوی دی .روجرکيو چې ددغه نندارې په متن کۍ يې دپليار يعنې خپرندوئ له خوا ځيني يادښتونه کښلي دي . وايي : دا کيسه په لږ توپير په ټولو هيوادونو کۍ موجوده ده . اوله منځنيو پيړيو را هيسې په شفاهي توگه اووروسته بيا په چاپ شوې بڼه غوږونو ته رارسيدلې ده .
د چيلي يو ليکوال دومينگو سارمينتو وايي دغه کيسه په چيلي کې ډيره مهمه ده اودناکار ياس فوريه څليرويشتمه تراژيدي دهغې له مخې را اخيستل شوې ده .
نه پوهيږم چې دورکو شويو کيسو په باب کوم کتاب شته اوکه نه ؟ خو هيله لرم چې موجود وي . هغه کيسې چې په ټوله نړی کې تکرار يږي .زيات شمير يې ډاډه دي چې هر څه يې په سترگو ليدلي دي .يا هغه کسان چې ددې تعريف کوي ؛ دروغ وايي ، چې په زيات احتمال همداسې ده . يا واقعيت لري اوپه بيلا بيلو فرهنگونو اوبيلابيلو وختونو کې پيښۍ شويدي. يو له هغو کيسو نه چۍ ما په خپلو مقالو کې ورته اشاره کړي ده يو گاډی چلوونکی يوه ښځه په يوازې توگه موټر ته پورته کوي اوپه څوکۍ يېله ځانه سره کښينوي خو ناڅاپه ښځه تري تم کيږي .د دغه کيسي په ټولورواياتو کې يوه گډه مساءله شته :هلته چۍ ښځه موټر ته خيژي ترمخه ترې يوه وحشتناکه پيښه پيښيږي اوښځه په هماغه کاليو يا جامو کې مړه کيږي . په وروستيو وختونو کې کله چې مې بيا هم وليکله نو زيات شمير ليکونه مې تر لاسه کړل چې ليکلي يې ول چې دا لړی په مختلفو ځايونو کې پيښه شوې ده . ان ځينو خو دشخصيتونو نومونه هم ماته ليکلي و.يوه تن خو ديو کتاب څو مخونه چۍ زما اسپانيوي دوست مانولو واسکز مونتالبان ليکلي دی ماته را وليږه . دا کتاب ډير پخوا چې کيسه په تېر اوړي کې پيښه شوي وه چې فرانسوي مطبوعاتوخپره کړي وه پخوا چاپ شوې وه ۔ . زه پهدۍ مساله ټينگار کوم : څرنگه چې زما يو مکسيکويي دوست چې په رښتينواله اوصداقت کۍ يې شک وشبهه نشته ماته وويله چې تيره اونی کې يوه ورځ داسۍ ورپيښه شوه .پهيوه رڼا ورځ کله چۍ له تاکستو نهمکسيکو سيتي ته تللم له يوه بل موټر وئ سړک نه چې په هغه کې دترافيکو ډېر سخت بيروبار وو ان تا به ويل چې ولې يې دسره رنگو څراغونو څلور لاري نه ده جوړه کړي .
په هر حال يوه ډير له وحشته اوحيرانوونکي کيسه کلونه پخوا په افغانستان کې پيښه شوه .هغه داسې وه چې يو ه سړه په بازار کۍ يوه ښکلي ښځه وليدله چې په نړۍ کې يې مٽال نه وو. خو هغه داسې هڅه ونه کړه چې دلويديځې نړۍ له دود سره سم دهغې زړه په لاس را وړي خو له هغۍ سرهدواده په موخه دنجلۍ دپلار اومور پسي ورځي اويا مرکه ورليږي . نجلۍ همدخپل پلار اومور دامر داطاعت له مخۍ منلي وه . خو شرط يې داوو چې نه يوازې چې په جلا خونه کې ويده شي خو يوازې هغه وخت جنسي مناسبت ته چمتو وي چې پخپله يې وغواړي . ميړه هم دا غير طبيعي شرط مني خو يوه شپه يو کشف کوي اوهغه داچې کله ويده شي نو ميرمن په غلا له کوره بهر ووځي اويوه فاسق ملگري ته ورځي . دغه فاسق دوست له کلونو را پديخوا په هماغه سيمه کۍ په يوه کور کۍ اوسيږي . نوه يوشپه خپله توره را اخلي اوهغه تعقيبوي . هماغه کور ته ورځي اودهغه فاسق سر له تنه جلا کوي . بيا هم توره په پوره غور سره پاکوي۔ کله چې يې ښځه شک کوي اوهغه يۍ معاينه کړي وه بيايې هم هيڅ نښه نښانه نه پيدا کوي چې گناه دميړه په غاړه واچوي . ميړه هم باالاخره په دې بريالی کيږي چې هره شپه ددغه ښکلي ميرمنې سره ويده شي . ښځه هم دنيکمرغۍ احساس کوي . اوڅو تنه ماشومان يې پيدا کيږي .څو کاله وروسته کله چې داتفاق له مخۍ دوژل شوي فاسق دکور له مخي تيريږي ،نو ميرمن په ناارامۍ سره له ميړه غواړي چې ډيره ژر له دغه ځايه تير شي . خو دميړه لهخولي هم دا خبره را ووځي (( ترمخه دې له دې ځايه په تيريدو کۍ تادي نه کوله )) ميرمن يخه پخه دريږي کله چې ميړه په هماغه شپه کور ته ورځي نو ويني چې ددرې زامنو سرونه يې له تنه جلا کيږي په هماغه توره چې خپل دوښمن يې وژلي وو نو دعمر تر اخيره يۍ بيا هغه ښکلي ميرمن ونه ليدله اونه ترې خبر شو .
دا کيسه په لږو بدلونونو سره په ټولو ځايونو کۍ پيښه شوي ده . وروستي کس چې دا وويله يو دپوهنتون استاد وو چۍ سوگند يۍ خوړ چۍ افغانستان ته تللي وو اوله هغه خلکو سره بلد شوئ وو . همدارنگه زياته يۍ کړه چۍ سړي په پخپله شاه يو ټپ درلود څرنگه چۍ ميړه هڅه کړي وه چۍ دهغه سر هم په چاړه پرې کړي . نو دا کيسه په يو لرغوني کيسه بدله شوه .پههغه زمان پورې چې تورۍ دتفنگچې اوټوپک ځائ درلود اوپه عاشقانه پيښو کې ترې کار اخيستل کيده۔کيسو ښه اوخوشالوونکي پائ نه درلوده کوم چې نن ورځ په داستانونونوکې زېات دود ده .
کله چې زما عقل سرته راغی نو يو زرو شپه مې لوستې وه . دادنه هيريدو وړ يو اٽر دئ چې ستايم يۍ . هر وار چې ديو فاسق له تنې څخه دپري شوئ سرپه باب اورم نو دخپل کوچنيوالي دکيسو په باب فکر کوم . سره له دې چې داسې کيسه دشهرزاد په کيسو کې نه پيدا کوم .يو ه بله کيسه مې ياد ته راځي .هغه ديوې ښځې کيسه ده چې په کور کې يې هر وخت وريجې په سنجاق وريجي دانه دانه را پورته کولي اوخوړلې . باالاخره يې ميړه دا خبره کشفوي چې هغه خوراک نه خوري بلکې هديرې ته درومي اوهلته مړي خوري . يو بل داستان هم شته چې زما په نظر ډير ښکلي داستان دی چې تر اوسه مې لوستی دی . داديو کب نيوونکي کيسه ده چې دماهي نيولو دجال له پاره يې دگاونډي نه يوه ټوټه سرب پور وي . اوهغه ته وعده ورکوي چۍ کله يې لومړنۍ ماهي ښکار کړ هغه ته به يۍ ورکړي . کله چې دکب نيوونکي ميرمن دکب گيډه څيرې کوي هلته الماس پيدا کوي چې دفندق په اندازه ده . داسې کيسې دلته اوهلته پيداکوم . خو پهدې بريالی شوی نه يم چې دهغه وحشتانکې اوډاروونکي کيسې رښتيني سرچينه پيدا کړم . دنړۍ ديوې ښکلي ښځي کيسه چۍ درۍ زامنو سرونه يۍ غوڅ کړل دا ځکه چۍ ميړه يۍ دفاسق يار سر غوڅ کړی وو . هيله لرم چۍ يو لوستونکي پهدۍ برخه کۍ مرسته وکړي .
د فبروري درويشتم ١٩٨٣ پښتو ژباړه ۔م ۔الف ۔کرگر