لیکنه: تارا پارکر پوپ / سرچينه:نیویورک تایمز مجله

ژباړه: شفیقه نېکزاد –

آیا جګې نمرې په دې مانا دي چې زده کونکي درسي مواد په سمه توګه زده کړي دي؟ او آیا ټیټې نمرې دا مانا لري چې زده کونکی باید ډېر درس ووایي او هڅه وکړي؟

بندکت کري د نیویورک ټایمز د علمي برخې ایډیټر په خپل نوي او وروستي کتاب کې « څرنګه زده کړه کوو/ چگونه می آموزیم» د وخت، ځای او د زدکړې د څرنګوالي په اړه له حیرانتیا څخه د یو ډک حقیقت په مرسته دغه کلیشه يي فکر چې ویل کیږي، ښې نمرې د ښو زده کړو په مانا ده، ننګوي.

د ده په آند محصلین یا زده کونکي کولای شي ازموینې ته په درس ویلو سره ښې نمرې لاس ته راوړي. خو دا چې پس له یوې لنډې مودې زده کړي موضوعات بیرته ترې هیر شي، د دې احتمال ډېر زیات لیدل کیږي.

نوموړی په دې باور دی چې زیات شمیر محصلین کولاي شي د زده کړې په میتود او طریقې کې د تغییر په راوستلو سره ډېر څه او په ښه ټوګه زده کړي، نه په زده کړه کې د وخت په زیاتولو.

دې هدف ته د رسېدو لپاره ښاغلي کري په خپل کتاب کې یو نوي او تازه میتود چې په مغز، حافظه او د زده کړې د مطالعي په ډولونو باندي د کلونو، کلونو څېړنو پایله ده، د هر عمر محصلینو ته یې وړاندیز کوي.

ښاغلی کري دا کلیشه یي باور چې ګواکې د موفقیت لار یوازې په کتاب پورې ځان نیښلول دي، ننګوي او په عوض کې یې د زده کړې لړۍ په دقت سره څېړلې تر

څو د زده کړې د ځواکمنتیا لپاره غوره لارې وړاندې کړي.

ښاغلی کري وایی، زیات شمېر محصلین په دې فکر چې د دوی د یادګیری میتود سم دی، زده کړي کوي. خو واقعیت دا دی چې زموږ لید لوری د یادګیری د میتود پر وړاندې ډېر لنډ دی.

دا کار به د اوږد مهاله درسي جلساتو لپاره ګټور وي خو د دې احتمال زیات لیدل کیږي چې د ذهن انرژي تر ډېره بریده اوږدو درسي ساعتونو ته په فکر او تمرکز له لاسه ورکړل شي او دا په دې مانا ده چې د یادګیری لپاره کافي انرژي نه پاتې کیږي.

د یادګیری لپاره په یو ګوښه ځای کې د څو ساعتونو لپاره په پرلپسې توګه کښیناستل ګران کار دی. ځکه چې په درس باندې د تمرکز له وجې ډېره انرژي ضایع کیږي. داسې ډېرې لارې شته چې کولای شي زده کړه لا په زړه پورې او ګټوره کړي.

لومړنۍ ګام د ښې یادګیری لپاره د یادګیری د چاپیریال بدلول دي په کوم ځای کې چې موږ مطالعه کوو او شی یاد ته سپارو.

د دې پر ځای چې تل په خپل میز باندې کښیني او د ساعتونو، ساعتونو لپاره درس ووايي، ښه به دا وي چې بیلابیل نور ښه موقعیتونه پیدا کړي. دا د دې باعث کیږي چې ستاسو ‌ذهن د یادولو مالومات په ښه ډول حافظې ته وسپاري.

د ښاغلي کري په آند د انسان مغز تغیر غوښتونکی دی او د تغیر په لور میلان لري. هم فعالیت او کړنو ته اړتیا لري او هم آرامتیا او دمې ته.

دا چې مغز مالومات څه ډول لاسته راوړي، ثبتوي یې او بیا يې خپروي؛ په دې هر څه پوهیدل کولای شي د یادګیری د عادتونو په ښه کولو کې مرسته وکړي.

یو شمېر کسان د ازموینې لپاره له لنډ مهاله زده کړې څخه ښه پایله ترلاسه کوي. خو دا چې یوازې د لنډې مودې لپاره او په خلص ډول یې زده کړو، دا پیغام مغز ته نه استوي چې زده کړي مالومات مهم دي.

د بېلګې په ډول؛ د ژبې لومړی درس مغز ته ډېر مهم څه ورکوي، خو دویم درس به مغز د دې مالوماتو د بیا یاد ته راوړلو لپاره هڅوي. په دې کار سره مغز ته دا اشاره استوي چي ګواکې دا اطلاعات مهم دي او باید ذهن ته وسپارل شي.

ښاغلی کري زیاتوي: کله چې تاسو یوازې ازموینې ته درس وایاست دا په دې مانا ده چې زده کړي مالومات به د لنډې مودې لپاره په یاد ولرئ خو مغز ته دا نه شئ ویلی چې دا مالومات مهم او ارزښتمن دي.

یوه بله لاره هم شته چې مغز ته ووایاست چې زده کړي اطلاعات مهم دي. او هغه دا چې د هغو مالوماتو په اړه خبرې او بحث وکړئ. د مثال په ډول؛ له یوه زده کونکي څخه وغواړئ چې د ښوونکي رول ولوبوي او د زده شویو مالوماتو درس ورکړي.

ځان ازموینه او د کارت په مخ باندې د اطلاعاتو لیکل هم د یادګیرۍ په بهیر باندې اغېزه کوي او قوت وربښي.

د یادګیرۍ بل تخنیک د (وقفه یي یا په دمه یادګیري) په نامه یادیږي. دا تکنیک د مغز د پوهانو د څېړنو د لاسته راوړنو په اساس رامنځته شوی او هغه محصلینو ته چې ډیرې جګې هیلې لري یو ښه میتود دی.

لیکوال نوموړی تخنیک یو چمن یا پټي ته د اوبو ورکولو سره تشبیه کوي. تاسو کولای شئ چې د خپل کور د مخې پټي ته په اونۍ کې یو ځل د ۹۰ دقیقو لپاره او یا په اونۍ کی ۳ ځلي د ۳۰ دقیقو لپاره اوبه ورکړئ. وقفه ورکول د اوبو په لګونه کې چمن یا پټی نور هم سمسور او تازه ساتي. نوې څېړنې او مطالعات ښیي چې د تاریخي پېښو، د ژبې کلمات او یا د علمي تعریفونو او داسی نورو اطلاعاتو د یادولو او ذهن ته د سپارلو لپاره یوازینۍ ښه لار دا ده چې محصل د لومړی په یادکړي مواد پس له دو ورځو بیاځلې ولولي.

د پوهانو له لاسته راوړنو څخه یوه دا ده چې مغز د لنډ مهاله جلسو په لړ کي لږ متمرکزه وي.

له همدې کبله په اوږد مهاله ډول مثلآ د څو ورځو یا څو اونیو لپاره د اطلاعاتو بیاځلې لوستل مغز ته دا پیغام ورکوي چې دا معلومات مهم دي او باید ذهن ته وسپارل شي. یادول او بیا ځلې لوستل په بیلابیلو ځایونو کي کولای شي ذهن ته محیطي نښه ورکړي. د بېلګی په ډول، تاسو خپل کور کې د ولسمشر وینا ‌‌ذهن ته سپارئ او حفظ کوئ یې، په دې وخت کی ستاسو سپی انګولي، ذهن مو دې پېښې ته د ولسمشر له وینا سره تړاو ورکوي او ثبتوي يې.

هماغه درس څو ورځې وروسته د چای خوړلو په کوټه کې ووایاست او د چای د خوټیدا غږ ته مو پام اوړي نو ستاسو ذهن د دې دوه بیلابیلو محیطونو اړیکه له درس سره تړي او ثبتوي يې چې دا خپله د حافظې د قوت باعث کیږي او د ذهن ځواک د درس په بیا را یادولو کې زیاتوي.

د کالفورنیا ساندیاګو پوهنتون په ۲۰۰۸ کال کې یو شمیر مغلقې او پیچلې پوښتنې په ۱۳۰۰ کسانو وکارولې.

د بیلګې په ډول؛ د هغه سپي نوم چې په کوم سریال کې راغلي څه شی دی؟ سم ځواب “بنګو” و. په دې څېړنه کې ګډون کونکو درسي مواد په دوو مختلفو وختونو کې ولوستل. ځینو یوازې څو شېبې او ځینو نورو په یوه ورځ یا یوه اونۍ کې.

د څېړنو له مالوماتو سره سم پوهانو تر ټولو ښه فاصله د د یادولو په وخت کې تثبیت کړې ده.

که تر ازمویني دوه اونۍ وخت لرئ، له ټولو ته ښه میتود دا دی چې د اونۍ دوه ځلې درس ووایاست.

او د هر ځلې لوستلو واټن باید یوه یا دوه ورځې وي.

مثلآ که د جمعې په ورځ ازموینه لرئ، دوشنبه درس ووایاست او پنجشنبه یې بیاځلې ولولئ او که تر ازموینې یوه میاشت وخت لرئ نو درس مو په یوه اونیزه وقفه کې تعقیب کړئ.

چې د خوب نیمه برخه له تاسو سره د اطلاعاتو په ذهن سپارلو کې مرسته کوي او نیمه برخه یې په نورو مالوماتو کې لکه په ریاضي کې، ګټوره ده. له همدې کبله هغه زده کونکي چې د ژبې ازموینه لري باید د خوب کټ ته ژر لاړ شي تر څو اطلاعات يې په ښه توګه په ذهن کې ثبت شي. او په سهار کي چي له خوبه را پاڅي درس دې بیاځلې تکرار کړي.

د هغه زده کونکو لپاره چې د ریاضي ازموینه لري د خوب دویمه برخه ډېره مهمه ده او ښه دا ده چې مخ کې له ویده کیدو څخه درسونه ووایي او ورسته بیا ویده شي، په دي اساس مالومات په ښه توګه په ذهن کې ثبتیږي.

د ښاغلي کري په آند؛ خوب د یادولو په پروسه کې د سر ته رسوونکي رول پلي کوي، ستاسو ذهن دې ته چمتو دی چې هغه اطلاعات چې ورکوي، خپاره، را ټول او سره یو کړي.

کله چې خسته کیږئ مغز مو تاسو ته وايي چې حافظه يې ډکه شوې ده، نو لازمي ده چې د یادګیرۍ پروسه په بیلو پړاونو کې وڅېړل شي.

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۳۶) ګڼه\ چارشنبه\جوزا\ ۲۳\ ۱۳۹۴

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *