یاران ادبي دېره

راپور: اکبر راحل –

د جمعې په ورځ د لړم میاشتې په څوارلسمه نیټه یاران ادبي دېره د اطلاعاتو فرهنګ ریاست په تالار کې خپله دریمه غونډه وکړه، چې د دریځ چارې عبدالباري نعیمي مخ ته وړلې.

د غونډې مشر د پکتیکا پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځۍ استاد رحمت الله حکیمي  او میلمه شفیع بهادري و.

په غونډه کې غلام رحمن همدرد د ښه راغلاست وینا وکړه او له ټولو ګډونوالو یې مننه وکړه چې په غونډه کې یې برخه اخستې ده، ده له انعام الله ګوهر څخه ځانګړې مننه وکړه چې په غونډه کې د لکچر وړاندې کولو  لپاره یې زحمت ګاللی او له غزني نه تر دې ځایه راغلی دی.

غونډه د قاري منور مبارز لخوا د قرآن عظیم الشان په څو مبارکو آیتونو پیل شوه.

له اجنډا سره سم سیف الرحمن شهاب د تیرې غونډې راپور ګډونوالو ته وړاندې کړ چې لس دقیقې پرې ازاد بحث وشو.

عبدالباري نعیمي وویل(( راپور تر ډیره هنري بڼه لرله، ښه به چې له ژورنالستیکو آرونو پکې ګټه اخستل شوی وای)).

انعام الله ګوهر وویل(( راپور کې باید تر ډیره د ګډونوالو نظرونه ځای پر ځای شوي وای، هغه وړاندیزونه چې ګډونوال یې کوي د ښه او معیاري راپور لپاره مهم توکي دي)).

سیف الرحمن شهاب له ګډونوالو مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې په راتلونکي کې به یادې تیروتنې نه تکراریږي.

تر دې وروسته عبدالباري نعیمي د دېرې پر ځینو اړتیاوو لکه ساونډ سیستم، د دېرې لپاره د یو مناسب ځای پیدا کول او د دېرې په کلنۍ نشریه خبرې وکړې چې په راتلونکو غونډو کې باید پرې بحث وشي.

تر دې وروسته انعام الله ګوهر (د ژباړې اصول) تر عنوان لاندې د لکچر وړاندې کولو ته وغوښتل شو.

ښاغلي ګوهر وویل (( کله چې د بیلابیلو بیلو ژبو دوه انسانان سره مخامخ شول دوی اړ شول چې شفاهي ژباړې وکړي او پدې توګه د خپلو خبرو انتقال ته  لاره هواره کړي او یو بل پرې وپوهوي)).

نوموړي د ژباړې د ګټې او اهمیت په هکله وویل چې د دوو تمدنونو او فرهنګونو یو ځای کول، د نورو نویو فکرونو او خیالونو لوستل او د ژبې د بډایه کولو په معنا دي چې په ژبه کې د نویو ترکیبونو او اصطلاحاتو لامل کیدای شي.

ګوهر وویل (( په پښتو ژبه کې لمړنی ژباړن ابو هاشم دی چې د خپل عربي استاد یوه منظومه یې پښتو ته ژباړلې وه، چې پدې اساس په لمړیو وختونو کې د دیني متونونو ژباړه عامه شوه)).

ده زیاته کړه چې ځیني وختونه د یو اثر ژباړه له خپلې اصلې ژبې ډیره ګټه کوي.

ده د هندي لیکوال ټاګور (ګیټا انجلي) او د لبناني لیکوال جبران خلیل جبران ( ال مصطفی) کتابونه یاد کړل چې د ګیټا انجلي انګریزۍ ژباړه نوبل جایزه وګټله او د جبران خلیل جبران ال مصطفی چې کله په انګریزي وژباړل شو تر بایبل وروسته مهم کتاب وو چې ډیر لوستونکي یې پیدا کړل.

ښاغلي ګوهر ژباړه په دریو ډولو وویشله چې عبارت دي له  ۱: تحط اللفظي ژباړه ۲: محاوره ژباړه او ۳: ازاده ژباړه

تحط اللفظي هغې ژباړې ته وایي چې تر اصلي متن لاندې لیکل شوی وي لکه پنج کتاب، شروط الصلوات او داسې نور کتابونه چې ژباړه یې ټکي په ټکي تر لغات لاندې لیکل شوی وي.

دوهم محاوره ژباړه ده چې دا تر ټولو مهمه، سخته  او دقیقه ژباړه ده، دا د بشپړو کتابونو ژباړه ده چې پدې کې ژباړن اړ دی چې د ژباړې تر څنګ د لیکوال احساسات هم ولیږدوي.

پدې ژباړه کې ژباړن باید له خپلې تجربې ګټه واخلي نوموړي د خپل کتاب د نیم ساعت څښتن د یوې لنډې کیسې په هکله داسې وویل:

(( د جبران خلیل جبران د یوې لنډې کیسې د نوم تحط اللفظي ژباړه داسې راتله : اې زما روحه ته په ما رحم وکړه ، خو ما له خپلې تجربې ګټه واخسته ومې لیکل روحه په ما ورحمیږه)).

او یا هم د د احمد ندیم قاسمي یو لنډه کیسه چې کریکټر پکې پیکا نومیږي، خو ژباړن افغانې ټولنې ته په کتو د کریکټر نوم سره خان اضافه کړی (پیکا خان) شوی دی تر څو زمونږ ټولنه یې وزغمي.

دریم محاوره ژباړه ده چې دا تر ډیره په ژورنالستیکو فعالیتونو کې استعمالیږي لکه د نقل قولونو ژباړه.

نوموړي د ژباړې پنځه اصول هم وړاندې کړل او ویې ویل چې کیدای شي نور ارونه هم ورته موجود وي.

۱: د هغې ژبې چې ژباړه ترې کوو له اصولو، ګرامرو او قواعدو سره بلدتیا

۲:د همغې ټولنې له فرهنګ، دود و دوستور او عنعناتو سره بلدتیا

۳: ژباړه باید له اصلي کتابه او یا اول لاس وي

۴: د لیکوال له فکر، سبک او بیوګرافي سره بلدتیا

۵: ژبې، پیغام، لغاتونو او اصطلاحاتو ته یې باید صدمه ونه رسیږي

ښاغلي ګوهر په وروستیو کې له هغو مهمو کتابونو هم یادونه وکړه چې له نورو ژبو پښتو ژباړل شوي دي لکه، سینوهه، د پیریانو جګړه، استازی او د مولانان بلخي مثنوي.

تر لکچر وروسته د غونډې ګډونوالو خپل نظرونه وړاندې کړل

بشیر باران او عزیز جبران لکچر ګټور و ارزاوه او زیاته یې کړه چې د مثالونو په راوړلو سره لکچر لا خوندور او عام فهمه شوی وو.

سیف الرحمن شهاب د ازادې ژباړې په هکله وپوښتل چې آیا د سریالونو ژباړه پکې راځي او کنه؟ او ایا دا معیاري ژباړه ده؟

ښاغلي ګوهر له ګډونوالو مننه وکړه او د د سیف الرحمن شهاب په ځواب کې وویل چې د سریالونو ژباړه ازاده ژباړه ده خو تر ډیره معیاري ژباړه نه ده، د ډبینګ په برخه کې له هندي دبله ګانو افغاني دبله ګان تر ډیره کمزوري دي، پکار ده چې د کریکټر احساس هم په ډبینګ کې ولیږدول شي.

تر دې وروسته عبدالباري نعیمي وړاندیز وکړ چې په ژباړل شویو کتابونو کې باید ولیکل شي چې له کومې ژبې ژباړل شوی ځکه دا لوی سره مرسته کوي چې د لوستلو په وخت کې د لیکوال ټولنه په نظر کې ونیسي، ده خپله تجربه شریکه کړه چې تر ډیره وخته یې نسیم حجازي عربي لیکوال ګڼلی و.

تر دې وروسته رومان حقمل دریځ ته وبلل شو تر څو د مشاعرې برخه مخ ته یوسي، په مشاعره کې انعام الله ګوهر، خیال محمد خیالمند، بشیر باران، رحمت الله حکیمي، غلام رحمن همدرد او کلا خان حیران خپل غزلونه، نظمونه او ترنمونه ولوستل.

د غونډې په پای کې شفیع بهادري غونډه و ارزوله ویې ویل چې د یاران ادبي دېرې غونډې ورځ تر بلې ښې کیږي او ننی لکچر ډیر خوندور او ګټور وو.

نوموړي وړاندیز وکړ چې په راتلونکو غونډو کې نه یوازې د ادبیاتو په برخه کې بلکه په ټولنیزو، طبعي، عنعناتي، زراعتي او نورو برخو کې هم باید لکچرونه اماده او ګډونوالو ته وړاندې شي.

په وروستیو کې د غونډې د ټولو ګډونوالو په خوښه د غونډې وخت له جمعې ورځې نه شنبې ته تبدیل شو او د عایې په لوستلو غونډه  پای ته ورسیده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *