۱: څو کاره یوځای سرته رسول

څو کارونه یو ځای سرته رسول نه یوازی دا چې کومه ښه لاسته راوړنه نه لري ذهن ناارامه کوي او د سترس(روحی فشار) سبب ګرځي . اوسنیو تحقیقاتو ښوولی چې دوامداره سترس (روحی فشار) په وجود کې د ازاد و رادیکالونو چې بې ثباته مالیکولونه دی د تولید سبب ګرځی همدا بی ثباته مالیکولونه د وجود حجراتو ته ضرر رسوی او د حجراتو د زړښت سبب ګرځی چې همدا د جلد د زړښت  لاملونو څخه شمیر ل کېږی. نو ددی لپاره چې روحی فشار مو کم شی خپل ټول کارونه د وخت سره سم پلان کړی کله چې یو یی خلاصیږی په بل پیل وکړی دا به نه یوازی داچې د کارونو په سمولو کې درسره مرسته وکړی بلکه د د ژر زوړوالی مخه به مو هم نیولی وی .

۲: تر اندازی زیات خواږه خوړل

په نورماله توګه مغزد خوږو مصرفولو ته اړتیا لری خوکله چې یو څوک تر اړتیا زیات خواږه خوری نه یوازی داچې وزن به یی زیاتیږی د جلد دزړښت لامل هم ګرځی . د قند مالیکولونه په داخل د وجود کې د پروتینی فایبرونو سره یو ځای کېږی چې دګلوکوسیون په نوم ترکیب جوړه وی چې همدا ترکیب په خپله د جلد د شفافیت له منځه تلو لامل ګرځی . او ددی سره سره د سترګو په چاپیر کې د تور و پړسیدلو جوړښتونو ، د پوستکی ګونځو او د پوستکی د مړاوی کېدو لامل ګرځی. نو ددی لپاره چې پوستکی مو ځوان پاتی شی په خپل خواراک کې د زیاتو خوږو موادو  له خوړلو څخه ډډه وکړی.

۳: د شپی لخوا د پنځه ساعتو څخه کم ویده کېدل

بیخوبی نه یوازی داچې د سترګو په چاپیره کې د تورو پړسیدلو حلقو سبب ګرځي ، دوجود د کمزوری لامل هم ګرځی . کم له کمه د شپی لخوا ۷ ساعته خوب کول د وجود لپاره اړینه ده ( زمونږ د عوامو په اصطلاح چې خوب د وجود پڼه ده) . که چیری د ورځي لخوا مو دستړیا احساس کاوه ، ذهن مو نارامه وو، د فکر کولو ستونځه درته پیدا کېدله او وزن مو دزیاتیدو خواته روان وو نو اړینه ده چې خپل خوب مو د شپی لخوا حتما پوره کوی.

۴: ډیر تلویزیون لیدل

دا چې دمهال ویش سره سم تلویزیون ته کېناستل د خبرونو اوریدل ځانته خبره ده خو په مسلسله توګه تلویزون ته کېناستل هم د وجود زړښت سبب ګرځی . دوامداره کېناستل که هغه تلویزیون ته وی او یا په دفتر کې په چوکی باندی وی که تر ۳۰ دقیقو زیات یو څوک بی حرکته پاتی کېږی نو د وجود په داخل کې غوړ مواد رسوب کوی او د چاغیدو چانس زیاتوی. نو ددی لپاره که په دفتر کې یاست او یاهم بل یوداسی مصروفیت وی چې ناستی ته اړتیا لری نو کوشش وکړی چې هر نیم ساعت وروسته په داخل د اطاق کې وګرځي او یا بیرون ته اووځي.

۵: ډیر ناستی

د ډیر ناستی ضررونه هم معلوم دی ،هر هغه څوک چې ډیرناست وی هغوی زیاتره د پښتورګو ، زړه ـ رګونو او سرطانی ناروغیو سره مخامخ کېږی . لکه څنګه مو چې مخکې یادونه وکړه زیات کرار کېناستل د چاغیدو سبب ګرځی او زیات چاغ والی د ډیرو ناروغیو لامل کېدای شی.

۶: د مخ وچوالی

که چیری دیوچا د مخ پوستکی وچ وی نو کولی شی د یوشمیر A  ویتامین لرونکو کریمونو څخه ګټه واخلی . د یادونی وړ ده چې تر سترګو لاندی برخی پوستګی ډیر نازک ده نو ددی لپاره چې د سترګو چاپیره او هم د مخ پوستکی مو نرم پاتی شی کله کله د مخ د کریمونو څخه ګټه اخلی مګر یو ټکی په پام کې ولری چې د ارایشی کریمونو څخه مطلق ډډه وکړی.

۷: د لمر وړانګو ضد کریمونو کارول

هرهغه څوک چې دوامداره توګه دلمر وړانګو سره مخاخ وی دوی کولی شی چې د لمر وړانګو ضد کریمونو څخه ګټه واخلی

۸: ډیر ارایش یا سینګار کول

په ارایشی موادو کې ډير زیات کمیا وی مواد موجود وی چې دا کمیاوی مواد مستقیما په جلد باندی منفی تاثیر کوی  د جلد د مړاوی کېدو لامل ګرځی همدا ده چې تر وخت وړاندی مو پوستکی زړیږی په ځانګړی توګه د هغو ارایشی موادو کارول چې ډیر کمیاوی مواد او ډیر غوړ ولری هیڅ کله مه کاروی.

۹: پړمخی ویده کېدل

پړمخی ویده کېدل هم د مخ د پوستکی د خرابیدو لامل ګرځی په دی حالت سره د مخ پوستکی ډیر وخت د بالښت سره سولیږی او پوستکی ګونځیږی نو ښه داده چې په یوه اړخ ویده شی .

۱۰: د خونی (اطاق) زیات ګرم ساتل

د ژمی لخوا اکثریت خلک د یخنی له ویری خپل اطاق ډیر ګرم ساتی ( په خونه کې برقی بخارۍ، مرکز ګرمي او داسی نور)  ګرم کوونکی شیان د اطاق داخلي رطوبت له منځه وړی کله چې رطوبت له منځه لاړ شی نو د جلد د وچیدو لامل ګرځی چې همدا لامل ده چې ستاسی جلد به زوړ ښکاری نو د دی لپاره چې د اطاق رطوبت مو ساتلی وی په بخاری باندی د اوبو څخه ډک یو لوښی د هروخت لپاره کاروئ چې له اوبو څخه پورته کېدونکی بخار(تپ) به مو د اطاق هوا مرطوبه ساتی.

۱۱: سګرت څکول

چې ډیر زیات اضرار لری دلته یی یادونه د پاڼې له حوصلې څخه پورته ده

۱۲: د ګټورو غوړین موادو نه خوړل

اومیګا تری چې د ماهیانو په غوښه کې پیدا کېږي خوار ک یې نه یوا زی داچې د جلد په شفافیت کې رول لري د قلبي ناروغیو مخه هم نیسي.

۱۳: کړوپ کېناستل:

په ځانګړی توګه هغه کسان چې ډیر کمپیوتر کاروی په ساعتونو په چوکی کې ناست وی د دی کسانو د ملاتیر کږیږی . نو اړینه ده هغه شمیر وګړی چې ډیر کمپیوتر کاروی لومړی خو باید هر نیم ساعت وروسته خپل حالت ته تغیر ورکړئ په اطاق کې یو دوه قدمه واخلئ اوبل د دې ترڅنګ داسی کېنۍ چې ملا مو کړوپه نه وي . یعنی داسی یو حالت غوره کړئ چې ملا مو په څوکۍ کې سیده وي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *