مینه ابراهیم خیل –
د میرمن کلتوري – ټولنیز بهیر له خوا د یاسمین وزیري د دوو کتابونو د مخکتنې د غونډې رپوټ
د میرمن کلتوري – ټولنیز بهیر د تکړه او هڅاندې شاعرې او د میرمن کلتوري – ټولنیز بهیر د غړې یاسمین وزیري د دوو کتابونو(د شعرونو ټولګه او لنډو کیسو مجموعې) مخ کتنه وکړه.
غونډه د چارشنبې په ورځ د سلواغې د میاشتې په ۱۴نیټه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مطبوعاتو په نړیوال تالار کې کې جوړه شوه. نوموړې غونډې ته د پښتو ادب ډیر فعالین راغلي وو.د غونډې ویندويي آغلې نرګس تره کې ته ورپه غاړه وه.
د هیواد تکړه لیکوالې او د میرمن بهیر د دارالانشآ مسوولې میرمن ساهره شریف د غونډې پرانیستونکې وینا واوروله او ټولو میلمنو ته یې د هرکلي له ویلو وروسته د میرمن بهیر او بیا په ځانګړي ډول د یاسمین وزیري د هڅو ستاینه وکړه.
ورپسې د اطلاعاتو او کلتور وزارت پیغام د د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سلاکار او ویاند ښاغلي هارون حکیمي له خوا ولوستل شو.
بیا وتلي افغان هنرمند او دیکلماتور ښاغلي ممنون مقصودي د آغلې یاسمین وزیري یو غزل د غوندې ګډونوالو ته زمزمه کړ.
له هغه وروسته یاسمین وزیري دریځ ته راوبلل شوه چې خپل احساسات له ګډونوالو سره شریک کړي.
یاسمین وزیري لومړی اطلاعاتو او کلتور وزارت او میرمن بهیرله ټولو غړو څخه مننه وکړه چې د دې غونډې تابیا یې کړې وه وروسته له هغې یې د کتاب په چاپ کې د ټولو مرسته کوونکو دوستانو څخه مننه وکړه او دا غونډه یې د ځان لپاره یو لوی افتخار وګاڼه.
د غونډې په بله برخه کې د کابل پوهنتون استاد محمود مرهون او لیکوال او مدني فعال محبوب الله خان د آغلې یاسمین وزیري د اثارو په اړه خبرې وکړې د یاسمین وزیري او میرمن بهیر د ټولو غړو د لا زیاتو بریالیتوبونو هیله یې وکړه.
ورپسې د میرمن کلتوري – ټولنیز بهیر غړې آغلې اوږۍ امیل د آغلې یاسمین وزیري د ادبي فعالیتونو په هکله خبرې وکړې. دغه راز د آغلې یاسمین وزیري یو غزل د میرمن بهیر د غړې حمیرا شینواري له خوا د غونډې ګډونوالو ته دیکلمه شو.
د غونډې د پای په شیبو کې آغلې یاسمین وزیري د میرمن – کلتوري ټولنیز بهیر ستاینلیک د میرمن بهیر د دارالانشا د مشرې آغلې ساهره شریف او د کال د غوره فرهنګیالۍ نعیمې غني له خوا ورکړ شو.
د آغلې یاسمین وزیري د ددو کتابونو د مخکتنې دغه غونډه د میرمن – کلتوري ټولنیز بهیر د دارالانشا د غړې آغلې نعیمې غني له خوا وارزول شوه، آغلې نعیمې غني د میرمن بهیر او آغلې یاسمین وزیري ادبې هڅې وستایلې او هغې ته یې د لا زیاتو بریاوو هیله وکړه.
آغلې یاسمین وزیري د میرمن کلتوري – ټولنیز بهیر فعاله غړې ده تر اوسه یې د شعر، داستاني ادبیاتو او ژباړې په برخه کې اوه کتابونه چاپ شوي دي، چې د دریو نورو کتابونو د مخکتنې غونډه یې تیر کال د میرمن بهیر او کتابښار ټولنې له خوا شوې وه.
غونډه د مازدیګر په پنځو بجو د مازدیګرنۍ په خوړلو پای ته ورسیده.