د میدان وردګو ولایت ګڼ شمېر دیني عالمانو د نیمکرغه کوچني اختر د لمانځه پر مهال د دوی د ویناوو په ترڅ کې له حکومت وغوښتل،چې حجرې او ممبر درنښت دي وکړي،تر څو په نظام کې یې د شته ستونزو مخنیوی وشي .

د میدان وردګو ولایت دیني عالمانو،چې نن (دوشنبه) یې د دغه ولایت په مرکز میدان ښار کې د کوچني اختر د لمانځه پر مهال،چې د دغه ولایت والي او ګڼ شمېر نورو مسؤلینو هم په کې ګډون کړی وو،له حکومت څخه وغوښتل،چې په اوسنی نظام کې د حجرې او ممبر ارزښت شتون نلري،ځکه ګڼ شمېر ستونزو مخامخ یو.

د یاد ولایت د علماؤ شورا رئیس مولوی صدیقي وویل که حکومت غواړي،چې شته ستونزې حل شي،نو د هغه مشرانو،چې په حجرو کې پرېکړي کوي او د ولسونه رښتینې مشري پر غاړه لري،په بېلابېلو موضوعاتو کې دې چارواکې له دوی څخه مشورې واخلي.

نوموړی همدا راز زیاته کړه،د دیني عالمانو ارزښت تر پخوا هر وخت کم شوی او هغه کسان،چې د ممبر له لارې د ولسونو په منځ کې قران کریم او حدیث بیانوي،باید تر نور هر چا ورته ارزښت ورکول شي .

د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي هم د خپلو خبرو په ترڅ کې د دغه ولایت ولسونو ته د نیکمرغه کوچني اختر مبارکي ورکړه .

هغه همدا راز زیاته کړه،په رښتیني ډول قومي مشران او د یني عالمان د ټولنې له باوري کسانو څخه دي او دوی،چې کوم ډول لارښوونې کوي،ولسونه یې ترسره کوي او د دوی هر ډول خبرو ته ارښت ورکوي .

نوموړی وویل په میدان وردګو ولایت کې موږ د یني عالمانو سره وخت په وخت ناستې لرو،د دوی ستونزو ته مو غوږ نیولی،د حل په برخه کې مو همکارې کړي او همدا راز له دوی څخه مو وخت په وخت مشورې غوښتي .

د میدان وردګو والې ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي په وینا موږ همدا راز هر وخت په قومي جوړښت باندې خپل ماموریت مخې ته وړی او هڅه مو کړې،چې د دې ولایت په ټولو کارونو کې قومي مشرانو ته ونډه ورکړو او د بیارغاونې چارې تر ډېره کچه د دوی په مرسته او د دوی په غوښتنه ترسره کړو .

دا په داسې حال کې ده،چې د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار او بېلابېلو ولسوالیو کې د نیکمرغه کوچني اختر لمونځ د امنیت په فضا کې ترسره شو،چې په کې له پاک رب ج څخه هېواد ته د نیمکرغۍ،سولې،ثبات او امنیت د تامین غوښتنه وشوه.

عطاالله خوږیاڼی

د میدان وردګو ولایت ویاند

0 thoughts on “د یني عالمانو له حکومت وغوښتل،چې د حجرې او ممبر درنشت وکړي”
  1. مولوى صاحب خو شه خنده روى سرى ده او پوره خبرى كرى داصيل افغانى دود ده او دحجرى و ممبر خبرى دخلكو لپاره منظورى دى دا حًكه چى په ميراث ورته پاتى دى او پوره پرى پوهيژى.
    مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *