تاند- اټکل کېږي چې د يورو وېژن (EuroVision) د سندرو په سيالۍ کې چې نن شپه د سويډن په پلازمېنه ستوکهولم کې کېږي، سږکال روسيه ګټونکې شي.

ښايي د روسي سندرغاړي (سرګي لازروف) سندره چې مطلع یې ده: ته يوازینۍ يې، يا You are the only One لومړی مقام ترلاسه کړي.

په دغې سيالۍ کې اوکراين او اسټراليا هم ډېر مخکې دي.

د يورو وېژن د شپېته کلنۍ پر مهال به نن شپه شپږويشت سندرغاړي د بريا په هيله خپلې سندرې ووايي. تېر کال سویډنۍ سندرې دا مسابقه ګټلې وه.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *