د کونړ ولایت مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه

دهيواد د کرنې، اوبولګونې اومالدارۍ وزارت له لوري دنړيوال بانک په مالي مټ په مزرعه کې داوبو ادارې په نوم ياده پروژه چې د نرنګ اونورګل ولسواليو په اړونده سيمو کې ترسره کيږي، د پرانستنې په مهال یی دکونړونو والي ښاغلي الحاج شجاع الملک جلالا و ويل ؛ دغه پروژه چې ۳،۵ کيلومتره داوبو فرعي لښتې پکې په پاخه او اساسي ډول جوړيږي لږترلږه ۳۵۵ جريبه زمکه خړوبوي چې ترډيره بريده به د يادو سيمو دبزګرانوهغه ستونزې چې داوبو دکمښت له مخې يي لرلې له منځه ولاړې شي، داوبو دضایعاتو او کرنیزو زمکوته به دهغې دبې ضرورته سرایت مخه هم ونيول شي نوموړي همدغه راز د یادې پروژې له پلي کوونکو وغوښتل چې خپل کارونه په ښه کيفيت سره سرته ورسوي، ترڅو له يوې خوا هیواد پرمختګ وکړي او له بلې خوا موخپلو خلکوته په صداقت خدمت کړی وي.

دیادونې وړده چې د کرنې رياست له لوري دکرنې پراختيا، اوبولګونې، اوځنګلونو دساتنې په برخوکې د 34600994 افغانيو په ارزښت بیلابیلې پروژې لکه ‎:

د دوه بابه حيواني کلينیکونه، دځنګلونو داحياء او ساتنې ، دنباتي بوټو د افاتوپه وړاندې دمبارزې، دکیمياوي سرې او اصلاح شويو تخمونو دوېش پروژې لادمخه پيل شوي اوجاري دي چې په پلي کونه به يي دمالدارانو اوبزګرانو ستونزو ته ترډېره ځواب وویل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *