د سه شنبې په ورځ د یوناما او یونسیار مؤسسو مسؤلینو د پکتیکا له مرستیال والي عطاالله فضلي سره په یو لړ مهمو مسایلو خبرې وکړې.
پکتیکا مرستیال والي عطاالله فضلي د یوناما د جندر برخې د مسؤلینو سره په پکتیکا ولایت کې د ښځو د وضعیت د ښه والي په موخه خبرې اترې وکړې.
ښاغلي فضلي زیاته کړه، د ښځو د ژوند د ښه کولو او د دوی د کاري ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې هڅې کوي او له یو ناما یې وغوښتل چې په دې برخه کې ورسره خپله همکاري زیاته کړي.
نوموړي دغه راز په پکتیکا په جګړو پرمهال د ملکي وګړو د ژوند د خوندیتوب په اړه دوی ته معلومات وړاندې کړل او زیاته یې، هڅه یې تل دا ده چې په جګړو کې ملکي وګړو ته زیان ونه ورسیږي.
هغه زیاته کړه، دښمن همېشه له ملکي وګړو د سپر په توګه کار اخلي خو زیاتوي، د افغان دولت پالیسي دا ده چې په جګړو کې د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.
پکتیکا مرستیال والي عطاالله فضلي دغه راز د یونسیار مؤسسې له مسؤلینو سره په پکتیکا کې د وزیرستاني او داخلي بې ځایه شوو کډوالو پر وضعیت خبرې وکړې.
ښاغلي فضلي وویل، شاوخوا اته زره ویرستاني کډوالې کورنۍ د پکتیکا په برمل، ارګون او یو شمېر نورو سیمو کې مېشتې دي او ترڅنګ یې سږ کال ۵۰۰ داخلي بې ځایه شوې کورنۍ په ارګون، سروبي او مرکز ښرنه کې د جګړو له امله مېشتې شوې دي.
ښاغلي فضلي د یونسیار مؤسسې له مسؤلینو غوښتنه وکړه چې له یادو کورنیو سره اړینې مرستې ترسره کړي او د افغان دولت سره یو ځای وزیرستاني کډوالو او داخلي بې ځایه شوو ته د ژوند ضروري سهولتونه برابر کړي.
د یادونې ده، د یوسنیار او یوناما مسؤلینو په خپلو برخو کې د هر راز همکارۍ ډاډ څرګند کړ او زیاته یې کړه چې ډېر ژر به دوی په پورته برخو کې مرستې ترسره کړي.
درنښت
د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر
د پکتیکا ولایت د رسنیو دفتر