تاند، پنجشنبه، د حوت ۲۳مه: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو نن له عبدالله سره لیدلي او افغانستان کې د یو ټول شموله حکومت په جوړېدو یې ټینګار کړی دی.
تدامیچي یاماموتو نن له ډاکټر عبدالله عبدالله سره لیدنه کې د افغان مشرانو لخوا، له اساسي قانون سره سم په یوه ټول شموله حکومت د راغونډېدو پر اهمیت ټینګار وکړ چې ټولو ته د منلو وړ وي.
د هغه په وینا دا چاره د سولې د خبرو لپاره د یو استازي ټیم د جوړولو په خاطر مهمه ده.
تېره ورځ ولسمشر غني په رسمي توګه اجرائیه ریاست لغوه اعلان کړ او امنیتي بنسټونو ته یې لارښوونه وکړه چې اجرائیه ریاست اړوند منسوبین نور دې برخې کې مسؤل ندي.
ولسمشر غني، پخ فرمان کې همداراز مالیې وزارت ته هم لارښوونه کړې چې تر دې وروسته اجرائیه ریاست اړوند مالي امتیازات هم بند کړي.
د ولسمشر غني د دې فرمان په غبرګون کې عبدالله عبدالله له خپل اړخ څخه او د افغانستان د ولسمشر تر نامه لاندې هم وویل چې د ملي یووالي حکومت پای ته رسېدلی، او ډېر ژر به نوی اجرائیه رئیس وټاکي.
د عبدالله عبدالله له لوري په فرمان کې ویل شوي چې اشرف غني تر دې وروسته د افغانستان ولسمشر ندی او فرمانونه او احکام یې د اعتبار وړ ندي.