تاند- په افغانستان کې د ملګروملتو ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو نن /سې شنبه/ د افغانستان د اسلامي حزب له مشر ګلبدین حکمتیار سره وکتل.
په کابل کې د یوناما یا د افغانستان لپاره د ملګروملتو د مرستندوی دفتر له خبرپاڼې سره سم، د سرمنشي ځانګړي استازي د اسلامي حزب له مشر سره د سولې لپاره د افغانستان د حکومت د هلوځلو د ملاتړ په لړ کې وکتل.
ښاغلي یاماتو د افغانستان د حکومت او اسلامي حزب ترمنځ د سولې د موافقې د تطبیق هرکلی وکړ ویې ویل چې د دې موافقې یو کلیدي ګام د ښاغلي حکمتیار بېرته راتګ و.
د ملګروملتو د مرستندوی دفتر په وینا یاماتو وویل، دوی د افغانستان له اساسي قانون سره سم اود موجودو نورمونو له مخې په سیاسي فضا کې د حکمتیار د اسلامي حزب هلې ځلې ستايي.
په خبرپاڼه کې راغلي«د خبرو له لارې د سولې حصول ته د حکمتیار ژمنتیا او له نورو ښکېلو خواوو د ده دا غوښتنه چې له سوله ییزې لارې د خپلو هدفونو لټه وکړي، د ستاینې وړ ده.»
پرون په کابل کې د چین سفیر هم د حکمتیار هستوګنځي ته لاړ او له هغه سره د خبرو په مهال یې وویل چې په چین کې حکمتیار ته د یوه اتل په سترګه کتل کېږي.