کندهار د افغانستان د نورو ولایتونو څخه په توپیر په حکومتي چوکاټ کي بېل ځاي لري چي تېر ته په کتو د هیواد اکثره سیاسي غورځنګونه او بنسټونه له همدې ولایت څخه منسجم سوي دي .

په افغانستان کي د یوناما د سیاسي نمایندګۍ مرستیال یاماموټو چي نوی په دنده ګمارل سوی تېره ورځ کندهار ته راغلی وو ، نوموړي د کندهار د والي په شمول د سیمه ييزي ادارې د چارواکو سره ولیدل او پر ورځنیو چارو يې خبري ورسره وکړې .

د یوناما مرستیال په کندهار کي راغلو پرمختګونو په اشاره وویل چي دلته زیات کارونه تر سره سوي دي خو لا هم باید صبر وسي تر څو زیات پرمختګونه رامنځته سي ، ځکه پرمختګ کلونه کلونه په بر کي نیسي ، دده په وینا چي د کندهار د چارواکو غوښتني يې واورېدې او تر خپلو مسؤلینو پوري به ېې رسوي خو پر یوه خبره يې ټینګار کاوه چي کندهار ته به دوئ ځانګړې پاملرنه کوي او د موجوده ستونزو په لمنځه وړلو کي به خاص کار کوي .

کندهار والي توریالي ویسا کندهار ته د یاماموټو د دندي د پیل لمړنی سفر کندهار ته په دې مانا یاد کړ چي ګواکي د نړیوالي ټولني زیاته پاملرنه کندهار ته ده ، ده زیاته کړه چي خلګو د امنیت په ټینګښت کي ورسره ډېره مرسته کړې او هیله يې وښوده چي دوئ خپله دا همکاري نوره هم زیاته کړي ، هغه چي د یوناما مرستیال ته يې د کندهار په اړه معلومات ورکول وویل چي دلته د ښووني ، روغتيا ، کرني او بیارغوني کارونه په ډېره ښه توګه پرمخ تللي او لا هم دوام لري او د یوناما د استازي څخه يې غوښتنه وکړل چي دې ولایت ته نوره هم خپله پاملرنه زیاته کړي .

یاده دي وي چي په کندهار کي په تیرو دیارلسو کلونو کي بېساري پرمختګونه راغلي دي خو اداري فساد لا اوس هم په دغه ولایت کي د ځینو پروژو په وړاندي خنډ ګرځېدلی او ویل کیږي چي د ځینو خلګو د ناراضۍ لامل هم په ادارو کي د مفسدو چارواکو شتون دئ .

سرچینه : – د سولي کیسې پروګرام

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *