دیبورا لیوینز

تاند، پنجشنبه، د ثور ۴مه: افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازولۍ یوناما مشرې  میرمن دیبوره لیوینز نن پنجشنبه رسما خپل کار پيل کړ.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیش دغه کاناډايي نژاده مېرمن د مارچ په ۲۴مه د تدامیچي یاماماتو پر ځای په کابل کې خپله استازې وټاکله.

اوس میرمن لیوینز له دندې پيلولو سره سم پر ټویټر د افغان سولې، بشري حقونو او خیر ښیګڼې په برخه کې له افغانستانه د ملاتړغوښتنه کړې ده: (( ویاړم چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازې په توګه کار پیلوم، ډیره لیواله یم چې له افغانستان څخه د سولې، بشري حقونو او رفاه په برخه کې د ملګرو ملتونو ملاتړ لا پیاوړی کړم.))

 همدا راز په کابل کې د یوناما دفتر هم یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي، چې مېرمن لیوینز په دې باور ده چې په افغانستان کې د جګړې او کورونا له بحران سره هم مهاله د سولې برابر شوي فرصت یوه هیله مندي رامنځته کړې ده.

 میرمن لیوینز له ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۱۶ پورې په افغانستان کې د کاناډا سفیره پاتې شوې او په اسراییلو کې هم د خپل هیواد سفیره وه.

 یوناما وايي، نوموړې به خپل کارونه کابل ته تر راتلو پورې له کاناډا څخه جاري ساتي.

 د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي د اغلې لیوینز په نوې دنده خوښي ښودلې او ویلي یې دي چې دا ډیره غوره ده چې میرمن لیوینز بیا کابل ته راروانه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *