تاند- د یونان حکومت په پلازمېنه اتن کې د هغې افغان کورنۍ پر کور حمله وغندله چې زوی یې د ښوونځي په پرېډ کې د یونان بیرغ په لاس کې نیولی و.
په یونان کې د یوه افغان ماشوم پر کور، چې د دغه هیواد بیرغ یې په پرېډ کې په لاس کې نیولی و، حمله د دغه هیواد په رسنیو کې په پراخه پیمانه منعکس شوې ده.
د دغه ماشوم د اپارتمان د کړکیو شیشې د جمعې په سهار وختي د توکمپالو له لوري په تیږو ماتې شوې.
د دغه ماشوم، چې نوم یې امیر ښودل شوی، مور وايي«د ډبرو داسې باران راباندې بیل شو چې موږ فکر کاوه هیڅ یو به ژوندي پاتې نه شو.»

د یونان حکومت، سیاسي ګوندونو او د ملګروملتو د کډوالو لویې کمیشنرۍ دا عمل وغانده او هغه یې یو راسیستي یا توکمپال اقدام وباله.
د دې افغان کورنۍ ۱۱ کلن زوی تېره اوونۍ په دوهمه نړیواله جګړه کې د یونان د داخلېدو په یاد د مراسمو په پرید کې د یونان بیرغ په لاس کې اخیستی و.
د یونان د پوهنې وزارت په دې اړه د تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.