ټاکل شوې د یونس خان په لوبډلمشرۍ د پاکستان خیبرپښتونخوا ایالت لوبډله د افغان الف لوبډلې پر وړاندې د سیالیو ترسره کولو لپاره کابل ته راشي. میلمه لوبډله به د کوربه لوبډلې پر وړاندې ۳ شل اوریزې، ۳ یو ورځینۍ او ۲ څلور ورځینۍ سیالۍ ترسره کړي.
دغه سیالۍ چې د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې په لاره اچول کیږي، موخې یې په افغانستان کې د نړیوالو سیالیو کلتور ته وده ورکول او د ملي الف لوبډلې وړتیا لوړول دي.
میلمه لوبډله به د روانې میلادي میاشتې په ۲۷ نیټه کابل ته راځي او د افغان الف لوبډلې پر وړاندې به خپله لومړۍ سیالي د می په ۲۹ نیټه ترسره کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزی کابل ته د لومړي ځل لپاره د نړیوالو لوبغاړو راتګ په افغانستان کې د نړیوالو سیالیو کلتور ته وده ورکول بولي. ستانکزی وایي چې، افغانستان ته د ټیسټ لوبغاړو راتګ به نه یوازې په دغه هیواد کې د نړیوالو سیالیو په لاره اچونې ته زمینه مساعده کړي بلکه د کرکټ نړیوالې شورا په کچه به د افغانستان کرکټ په لوري پاملرنه هم زیاته شي.
ستانکزي ووییل چې، زموږ موخه په افغانستان کې کرکټ ته له نن څخه زیاته وده ورکول دي. په دغه ډګر کې به موږ نه یوازې په کورنۍ کچه د کرکټ ودې لپاره پروګرامونه پلان او عملي کوو بلکه د نړیوالو سیالیو په لاره اچونې ته به هم زمینه مساعدوو.
ټاکل شوې له میلمه لوبډلې سره د افغان الف لوبډلې ۳ شل اوریزې او ۳ یو ورځینۍ سیالۍ په ژوندۍ بڼه له یوه سیمه ایز تلویزیون څخه خپرې شي.