تاند- دا برېتور نور احمد نومېږي چې د برېتونو په اوږدوالي کې په افغانستان او حتي اسیا کې کمساری دی.

نور احمد، چې د برېتونو اوږدوالی یې ۱۵۰ سانتي متره دی، د هرات د کروخ (کرخ) ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

دی وايي چې د ۱۳۸۷ لمریز کال د ثور له میاشتې را په دې خوا یې خپل برېتونه کم کړي نه دي ځکه چې برېتونه یې خوښ دي.

نور احمد خپل برېتونه په داسي ډول پیچي او تړي چې په اسانه چا ته نه ښکاري چې د ده برېتونه دې دومره اوږده وي.

په اسیا کې تر دې وړاندې د یوه ایراني نوم د اوږدبرېتي په توګه ثبت شوی و چې برېتونه یې۱۲۲ سانتي مترو ته رسېدل.

خو په نړۍ کې تر ټولو د اوږدو برېتونو ریکارډ یوه هندي مات کړی دی. دغه هندی، چې رام سینګ چاوچن نومېږي، نژدې ۵ متره برېتونه لري او د ګیس د ریکاردونو په کتاب کې ثبت شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *