تاند- درې امریکايي پوځیان نن /یکشنبه/ په هلمند کې هغه مهال ټپیان شول چې یوه افغان پوځي پرې ډزې وکړې.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت وویل چې دا پېښه د امریکايي پوځیانو په اډه کې وشوه.

د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت پر ټویټر لیکلي چې ټپي شوي سرتېري تر درملنې لاندې دي.

د افغانستان په جنوب کې د افغان ملي اردو یوه ویندوی محمد رسول ځاځي وویل چې حمله کوونکی د خاص افغان ځواک غړی و او په ښوراوک (شوراب) کمپ کې یې د ماسپښین په درې بجې پر امریکايی پوځیانو ډزې وکړې.

د دغه پوځي نوم نه دی اخیستل شوی خو ویل شوي چې د نورو پوځیانو له لوري سمدستي وویشتل شو.

دا له یوې اوږدې مودې وروسته لومړی ځل دی چې په افغانستان کې پر بهرنیو پوځیانو د افغان ځواکونو له لوري حمله کېږي. په تېرو کلونو کې دا ډول پېښې ډېرې وې.

سږ کال په هلمند او اورزګان کې په دوو پېښو کې تر ۱۰ ډېر افغان پولیس ووژل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *