09د قوس پر ۱۱- مه، پنجشنبه، طالبانو، د خپل خونخور فطرت سره سم، بیا یوه بل نه بخښونکي او عجیب جنایت ته لاس واچاوه او د کابل پولتخنیک پوهنتون، د انجنیري پوهنځي، د څلورم کال محصل، فیض الرحمن یې، دهغه کلي ته د تګ پر مهال ونیاوه او د دغه ولایت په چک ولسوالې کې یې په عام محضر کې، حکومت ته د جاسوسۍ په تور، په دار وځړاوه.
دا پېښه یو وار بیا ښیي چې د طالبانو په نظر، هر هغه څوک، د انجنیر فیض الرحمن غوندې د ځړولو دی چې د افغان حکومت په قلمرو کې اوسي؛ حکومتي چارواکی خو بېخي ور ته د بخښلو نه دي او هغه چې د علم و فرهنګ د لارې لاروی وي، هغه خو بیا ور ته داسې ګنا کار دی چې پر وژلو یې لاس هم نه رېږدي.

د دغو خونخورو افغان دوښمنې څه نوې خبره نه ده او دوی د خپل ټول خونړي تاریخ په دوران کې، په وارو- وارو ثابته کړې ده چې د افغان انسان او په تېره بیا یوه عالم، بافرهنګه، په ژبه پوه، روشنفکر او ویښ افغان ژوند اخیستل ور ته تر هرڅه اولینه فریضه ده.

هغه محصل، ډاکتر، انجنیر او د بل هر مسلک خاوند، چې کلونه- کلونه د بیت المال په پیسو او د عمرو- عمرو وخت په لګېدو سره، د افغانستان د روښانې راتلونکې لپاره روزل شوی وي نو دوی یې په خورا اسانۍ سره، په عام محضر کې په ټول قساوت و جنایت سره را وځړوي، حلال یې کړي، ویې ولي او لنډه دا چې، د خدای ور کړي ژوندانه له خواږه نعمته یې بې برخي کړي؛ دوی لکه فرعونان، د خدایۍ دعوې یې کړي دي او د خلکو مرګ و ژوند په خپل لاس کې ګڼي؛ دوی د هیڅ خور، مور او مېرمنې دوک و سوخت ته حساب نه شي کولای، لکه دوی چې بې موره و بې پلاره وي؛ لکه د دوستانو د مرګ درد چې یې هیڅ نه وي تجربه کړی.

دې فاجعې ته چې له هره اړخه سړی ګوري، د تبصرې وړ دی او د حیرانۍ وړ دی.

هیله ده چې نور مو نو بېچاره هیوادوال په دې پوه شوي اوسي چې پرديو او پردیپالو څنګه زموږ د بېخ ایستو ماموریت ته اوږه ور کړې ده؛ له دوی سره بل هیڅ نه شي کېدلای، د دوی یوازنۍ چاره دا ده چې څومره مو وژني نو هغومره یې باید په عکس العمل کې، د علم و فرهنګ څراغان واخلو، تر هغه چې د افغانستان کونج- کونج د پوهې په رڼا څراغان- څراغان شي او دا د علم و فرهنګ دوښمنان، لکه شوپرکان په دې رڼاګانو سره ړانده- ړانده شي او افغانستان، افغانستان شي.

په سراسر افغانستان کې، د علم وفرهنګ، د رڼاګانو و ښکلاګانوخپرېدو په هیله.
بدلون اوونيزه/ دريم کال/ اوله / پرلپسي ۱۰۵ مه ګڼه/يکشنبه/ قوس/۱۴/ ۱۳۹۵

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *