تاند- د زورواکو او خپلسرو ملېشه قوماندانانو د تصفیې په لړ کې د یوه بل قوماندان د نیولو لپاره په عملیاتو کې لږترلږه ۱۱ تنه ووژل شول.
راپورونه وايي چې د علي پور په نوم یو زورواک قوماندان، چې په قوماندان شمشېر مشهور و او د ډېرو بېګناه خلکو د وینو په تویولو تورن دی، پرون /شنبه/ سهار وختي د غور ولایت د لعل و سرجنګل ولسوالي په اسداباد کلي کې ونیول شو.
علي پور د امنیتي ځواکونو په وړاندې مقاومت وکړ چې په نتیحه کې یې ۱۱ تنه ووژل شول.
د غور د والي ویندوی عبدالحی خطیبي وايي، علي پور پر دې سربېره چې د هیواد په مرکزي سیمو کې د ناامنۍ مسوول و، په وروستیو کې یې د غور- کابل پر لاره ناامنۍ رامنځته کړې وې.
د غور د والي ویندوی همداراز وايي چې دغه خپلسره قوماندان قومي اختلافاتو ته لمن وهله او په افغانستان کې یې د قومونو د یووالي خلاف کارونه کول.
خطیبي زیاتوي چې قوماندان علي پور د خلکو په تښتونو او د سپرلیو په ځورولو هم تورن و.
له دې پېښې وروسته په بامیان کې د علي پور یو شمېر پلویانو مظاهره وکړه او د هغه د خلاصون غوښتنه یې وکړه.
مظاهره چیانو ادعا لرله چې د بامیان امینه قوماندان هم د علي پور د نیولو لپاره لعل وسرجنګل ولایت ته تللی و.
دوی وايي چې علي پور د یوې مېلمستیا لپاره د غور لعل و سرجنګل ولسوالي ته تللی و.
د علي پور پلویان وايي چې نوموړي د ولسي پاڅونوالو قوماندان و او په بهسود ولسوالي کې یې د کوچیانو مخه نیولې وه.
د غور د والي ویندوی عبدالحی خطیبي وايي چې د علي پور د نیولو امر له مرکز کابله شوی و.
د خطیبي په وینا د شنبې د سهار په ۳ بجې امنیتي ځواکونه د علي پور د نیولو لپاره د لعل و سرجنګل ولسوالي اسداباد کلي ته واستول شول خو هلته د علي پور د وسله والو کسانو له مقاومت سره مخامخ شول.
د غور د والي ویندوی وايي چې د جګړې په نتیجه کې ۷ ملکیان او څلور پولیس وژل شوي دي.
خطیبي وايي چې ممکن د علي پور کسان هم وژل شوي وي.
خو د اجرايي رييس دوهم مرستیال محمد محقق، د علي پور پر نیول کېدو توند غبرګون وښود، ویې ویل چې د حکومت دا ناڅاپي اقدام د توجیه وړ نه دی.
محقق دغه راز د خپل دغه قوماندان نیونه پر «هزاره جات لشکر کشي» او د مرکزي سیمو د خلکو د تحقیر او ځپلو لپاره اقدام او د حکومت د «تنګ نظرو» چارواکو له لوري قومي تبعیض بللی دی.
ملک ددغو کسانو له خوا برمته او یرغمل دی چې د جهاد او مقاومت په نامه پر دغه خوار ملت مسلط دي او وخت ناوخته یې شیخ الشیاطین عبدالرسول سیاف ننګه کوي او وایي چې مجاهد څوک له صحنې نه شي ویستلای . صحیح خبره ده مجاهد اوس هم په ټوپک ، راکټ ، میزایل سمبال او د ګاونډیو د استخباراتو له خوا د مالي او سیاسي کلک ملاتړه برخمن دی نو څوک به یې څرنګه له صحنې ووباسي ، او بله غټه خبره خو داده چې که دې معصوم او بې ازاره طایفې ته چا لاس ور ووړ نو د جهاد د ټیکدارانو له خوا د کفر د حتمي فتوې سره مخ دی . د هیواد د هرې منطقې ظالمان په مرکز کې د جهادي ، قومي او سمتي ټیکدارانو د مرحمت تر وزر لاندې مصئون دي او د جهاد د زمانې د قاتلانو او شوکمارو مشرانو ملاتړ ورسره دی . محقق خو بیا تر ټولو څیرسترګی ځکه دی چې ټوله ډله یې لنډغر قاتلان او غله دي . دی یې د قوم په نامه حمایت کوي او هغوی دده ډله قوي کوي .څوک به په دې بریالی شي چې دا ملک ددې خونخوارو له پنجو خلاص کړي والله اعلم .
ای کاش چې اوس خو دغه نیول شوی مجرم ددغه ۱۱ کسو وژل شویو د وینو په بدل کې عاجل محاکمه او په دار وځړول شي .