روژه زموږ په اذان ماتوي خو نور مو کافر بولي دا د هغه سرتيري د خولې کيسه ده چې د هیواد، ولس، خاورې او ناموس ساتنې په موخه د خپل کوره سلګونه کیلومتره لري د پکتيکا په غرنۍ سیمه کې خپله مقدسه دنده پرمخ وړي. سرتیری خالد انور نومیږي، دی وايي روژه وه، سخته ګرمه ورځ تیره شوي وه تږي او وږي وو ټوله ورځ مو د هیواد، خاورې او ناموس ساتنې په موخه د دولت د وسلوالو مخالفینو سره جګړه کړي وه ، ماښام شو، زموږ د کنډک قاري صاحب عبدالله په لوډسپیکر کې په ښکلي اواز اذان پیل کړ، د مخالفینو قوماندان چې د روژې خوړل يې د ښې جګړې پرمخ بیولو په موخه ځانته روا بللي وه په مخابره کې خپلو وسلوالو ته غږ وکړ، که چا روژه نیولي وي پورته د ملي اردو او سرحدي پوليسو په مرکز کې اذان وشو، روژې ماتې کړی او له روژه ماتي وروسته د دوی په اصطلاح له کافرو سره جهاد بیا پیلیږي. د وسلوالو قوماندان له تمسخر په ډک اواز وویل دا خلک روژې نه نيسي، لمونځونه نه کوي هسې د خلکو د دوکه کولو له پاره اذانونه کوي.
خالد انور په کنډک کې د افغان ځواکونو دینداري سرتیری دی، پنځه وخته په جماعت سره لمونځ، پاکې صفا روژې، د قران کریم ختمونه، تلاوتونه کول او پردې سره بیره مور پلار هغه وصیت که زويه پنځه وخت لمونځ، روژې او ټول مسلمان ملت ته د خیر دعا د پريښوده خپل حق به درونه بخښو، همشنۍ عادت ؤ. خالد انور زه به قسم درته وکړم چې په ټول ژوند کې مې نه ياديږي چې لمونځ د رانه قضا او يا مې د فرضي روژه خوړلي وي.
سرتیری، خفه شوم سترګې مې له اوښکو ډکې شوې له ځان سره مې وويل موږ څومره بدبخته ولس يو چې د پرديو په اشاره د يو بل پر وړاندې دریدلي يو، ورور د ورور، دوست د دوست او خپل د خپل په لاس د پرديو د ګټو له پاره قرباني کیږي. د هر افغان ناموس داسې لکه خپل ناموس راباندې ګران دی، خاوره لکه مور ګڼم او په ستر عزت ورته قایل یم، ولس مې د وروڼو پشان خپل ښي مټ دی او خدمت به ورته کوم، ترڅو مې چې په تن کې ساه وي د خپلې خاورې( مور) ورور( ولس) ناموس(هیواد) ساتنه به کوم هیچاته به ددې اجازه ورنکړم چې په ارزښتونو مو ملنډې ووهي، ولسونه راته بې کوره، میندې مو بورې او خویند موې کونډې کړي، زه داسې مور نه يم روزلي چې د خپلې خاورې سره به خیانت کوم او دا خاوره به پردیو ته پریږدم. بې ایمانه به وم که مې د خاورې دفاع نه وکړي په اخیر کې وایم: که بری رانه غلیم یوړ محبوبې ستا پړونی د زما د تن کفن شي.
دا جهاد ۳۸ کاله کیږی چی روان دی چی په نتیجه کی یی د پنجاب او نصارا او اسراییلو مزدوران کړو