شور ماشورو؛ یو ناڅاپه خاموشي شوه او بیا یو دنګ سړی، چې لاس کې یې کتابونه وو، زموږ ټولګي ته راغی.

هغه په لوړ اواز یو- یو نوم اخیسته او موږ ورته د (صیب) په ویلو ځواب ورکاوه. ښوونکی تختې ته ودرید، هر زده کوونکي ته یې د بچي خطاب کاوه او دا غږ په موږ ټولو، په ځانګړې توګه په ما ډير خوږ لږیده، ما پلار په ماشومتوب کې له لاسه ورکړی و او له دې خواږه غږه محروم وم.

دا وخت موږ په هریپور کیمپ کې اوسیدو، زموږ ښوونځی په یوه خټین جومات کې و او د ابوسعید الخدري په نوم یادیده.

پرون چې مې څنګه خپل مهربان ښوونکی ولیده، نو هماغه ماشومتوب ته ستون شوم. هماغه ابتدایه ښوونځي ته ستون شوم او هماغه جومات ته ستون شوم.

2پرون هم د جومات کیسه وه او په همدې موخه ګڼ خلک راغونډ شوي وو. چې څنګه مې سترګې په خپل ښوونکي ولګیدې، ما ویل که هماغه د ابتدایه ښوونځي په لومړي ټولګي کې یم،  نږدې به مې غږ کړی و: غلي شئ معلم صیب راغی!

دا معلم صیب الحاج دنیا ګل نیازی نومیږي، د لغمان د الینګار ولسوالۍ د سنګره اوسیدونکی دی. له هجرت مخکې یې خپل هیواد کې په زرګونو شاګردان روزلي او بیا یې د هریپور او مانسهرې په کیمپونو کې په زرګونو د افغان کډوالو بچي روزلي دي.

معلم صیب، په خپل شخصي لګښت د یوه جامع جومات د بنسټ ډبره  کیښوده، دا جومات به د ( ۷۵۰متره مربع ) ساحه کې په پاخه او اساسي ډول جوړ شي او که خدای کول یو کال وروسته به یې د رغونې چارې بشپړې شي.

معلم صیب راته ویل: دا مې شخصي پیسې وې، د خپل تقاعد پیسې مې هم پکې دي، د خپلو جایدادونو کرایه مې هم را ټوله کړې وه او ټوله مې دې جومات ته وقف کړه.

معلم صیب له دې مخکې هم په ګڼو خیریه کارونو کې خپل وس نه دی سپمولی او د یوه سخي رول یې ادا کړی دی.

خو معلم صیب یو خواست درلود، خواست یې معقول و،  هغه را سره په خبرو کې وویل چې دیني عالمان باید د محرابونو له لارې زموږ خلک اسلامیت، مینې، ورورۍ او وطندوستۍ ته راوبولي.

د جومات د بنسټ ډبره د سلطان غازي بابا په نوي ښارګوټي کې کیښودل شوه او دې مراسمو ته ګڼ خلک او دولتي مسوولین  راغلي وو.

یوه پخه خبره

د جومات د پرانستې په غونډه کې ځینو ویناوالو خبرې هم وکړې، له دغو ویناوالو څخه یو هم د لغمان والي ښاغلی عبدالجبار نعیمي و چې خبرو یې د خلکو پام را جذب کړ.

والي روانه ورور وژنه له زغملو پورته وګڼله او پر ټولو یې غږ وکړ چې د خپل ولس له وژنو لاس واخلي.

نوموړي علما وننګول او یوه معقوله غوښتنه یې وکړه. والي له علماوو وغوښتل چې هر مخالف وسلوال ته په ډلییزه توګه لاړ شي، ور سره خبرې وکړي او قانع یې کړي چې جګړه د حل لاره نه ده. پرته له تباهي او قتلونو بله پایله نلري؛ تباهۍ زموږ د وطن ده او قتلونه زموږ د خلکو.

والي د تبلیغیانو مثال ورکړ چې د دیني معلوماتو د خپرولو په نیت جومات په جومات ګرځي او خلکو ته د خدای ج او د هغه  د رسول لاره ښيي. د نوموړي په وینا، که دغه شان علمای کرام هم کلي په کلي وګرځي او خلک له وژنو، وطن ورانولو منع کړي، نو لرې نه ده چې له دې روان مصیبته خلاص شو.

رښتیا خبره هم همدا ده. زموږ علمای کرام باید خپل رسالت یواځې تر محرابونو محدود نکړي. دوی باید په پوره جرئت کور په کور او کلي په کلي وګرځي او د جنګ په لمبو د مینې او اسلامي اخوت پریمانه سړې اوبه تویه کړي.

د دولت په مخالفه ډله کې هم علمای کرام شته، له هغوی سره دې بحثونه وکړي، یو بل ته دې قناعت ورکړي، د دوی قناعت به خلکو ته د تګ لپاره یوه  سیده او خوندي لاره په ګوته کړي او په سیده لاره تګ به وطن له تباهۍ او ولس له بدبختیو وژغوري. دا لاره قرباني غواړي، زه ډاډه یم چې علمای کرام ،چې خلک قربانۍ ته هڅوي، نو دوی به هم له دې قربانۍ په شا ونه ګرځي، دا قرباني به یې رنګ راوړي او دا رنګ به د وینو په رنګ غالب شي.

محمد نعمان دوست

( سرخط ورځپاڼه – نننۍ ګڼه)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *