هاند –جلال اباد –

د روان کال د غويي پر ۱۸مه نېټه د ولسي ښېګڼو د ټولنې له لوري افغاني فرهنګ او پښتو ژبې د رښتيني خدمتګار او د مومند خپرندويې ټولنې د مشر ارواښاد نصیرالله مومند په ياد غونډه جوړه شوه.

ياده نمانځغونډه د پنجشنبې په ورځ پر دوو بجو د جلال اباد ښاروالۍ مېلمستون په تالار کې د قاضي شاهدالله پر تلاوت پيل شوه، ښاغلي سيد امرالله اميد د ټولنې په استازولۍ ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او ښاغلي عبدالوافي نايبزي د ارواښاد (مومند) پېژندلیک ولوست.

د ارواښاد نصيرالله مومند يادغونډې څلور برخې درلودې، چې لومړۍ برخه يې پيغامونو ته ځانګړې شوې وه، په پيل کې د ننګرهار مرستيال والي ښاغلي محمد حنيف ګرديوال د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د جمهور رييس د خواشينۍ پيغام او خپله وینا واوروله، ولسمشر په پيغام کې ارواښاد مومند د فرهنګ تکړه خدمتګار ګڼلی او د ده مړينه يې د هېواد فرهنګ ته ستره ضايعه بللې.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ پيغام ښاغلي عبدالقيوم زاهد مشواڼي ولوست، چې ارواښاد مومند يې فرهنګپال شخصيت په توګه ياد کړ او د ولسي ښېګنو ټولنې څخه يې مننه کړې، چې د ارواښاد (مومند) د فرهنګي خدمتونو د نمانځنې لپاره يې څېړنغونډه جوړه کړې.

همدارنګه د اطلاعات او فرهنګ وزارت پيغام ښاغلي شېرشاه همدرد ولوست، چې ارواښاد مومند يې هڅاند ځوان، فرهنګي څېره او د کتاب فرهنګ د ترويج مخکښ او سرلاری ګڼلی دی.

د افغانستان ملي تحريک پيغام د ننګرهار د سوداګرۍ او صنایع رييس ښاغلي شېرعلم امله وال ګډونوالو ته وړاندې کړ، چې (مومند) يې يو پټ مجاهد او کاريګر انسان معرفي کړ.

د کونړونو د والي پيغام ښاغلي ادريس غروال وړاندې کړ، چې ارواښاد يې د هېواد د علمي او ادبي کاروان لاروی وباله.

د غونډې دويمه برخه، چې ویناو او مقالو ته ځانګړې شوې وه، د څېړندوی استاد حبيب الله رفيع پر وینا پرانيستل شوه، د پښتو ژبې نامتو ليکوال استاد محمد اصف صميم په خپله وينا کې ارواښاد (مومند) او د هغه کتابتون د فرهنګيانو نغری او د دوی د راټولېدو محور وباله.

استاد محمد ابراهيم همکار د (ارواښاد نصيرالله مومند د ژباړې ژبه) ليکلې مقاله ولوسته او استاد ببرک میاخېل (پښتني ټولنې ته د ارواښاد مومند کړي فرهنګي خدمتونو) څخه يادونه وکړه.

قومي مشر ښاغلي خليلزي پر ملي شخصيت رڼا واچوله او (مومند) يې ځوان ملي شخصيت وګاڼه.

د کورنيو چارو پخواني معين او ليکوال ښاغلي شاه محمود مياخېل، د ننګرهار اطلاعات او فرهنګ رييس ښاغلي اورنګ صميم، استاد محمد داوود وفا او استاد لال پاچا ازمون د ارواښاد مومند کړي فرهنګي هڅې او خاطرې ګډونوالو سره شريکې کړې.

د ښاغلي سيد نظيم سيدي ليکنه، ښاغلي هارون ناصري ولوسته او د يادغونډې په درېيمه برخه کې د ژوندون راډیو تلويزيون له لوري د ارواښاد د ژوندانه ډاکومنټري په انځوريزه بڼه ښاغلي زيار خان ياد وړاندې کړه، چې د جنازې مراسم يې په مستنده بڼه چمتو کړي وو.

د نمانځغونډې د څلورمې برخې په پیل کې، چې شعرونو ته ځانګړې شوې وه، ښاغلي جبارخېل زړه راښکوونکی ترنم وکړ او ابوبکر يوسفزي او ښاغلي محمد هاشم غمشريک د ارواښاد په ياد کې شعرونه ولوستل.

د يادغونډې ګډونوالو په ګډه يو پرېکړه ليک لاسليک کړ، چې د لغمان تخنيکي او سکتوري چارو ريیس ښاغلي سنک عبدالرحيمزي ولوست. د پرېکړه ليک په متن کې راغلي، چې (د ارواښاد نصيرالله مومند د يادغونډې ګډونوال د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له مشرتابه او د ننګرهار ولایت له مقام څخه په خورا درنښت هيله کوي، چې د ارواښاد نصيرالله مومند د ښو علمي او فرهنګي خدمتونو د درناوي په پار په ننګرهار کې يوه لېسه د ارواښاد په نامه ونوموي او په دې توګه د علم و فرهنګ درناوی يو ځل بيا زبات کړي).

همدارنګه د کابل پوهنتون استاد قاري عبدالله کامه وال د يادغونډې د مقالو، پیغامونو او خاطرو تر راټولونې وروسته د کتاب په بڼه د چاپ کېدو ټول لګښت ومانه.

د غونډې په پای کې د مومند کورنۍ په استازولۍ ښاغلي محمد هارون هاند د ننګرهار فرهنګيانو او په ځانګړي ډول د ولسي ښېګڼو ټولنې او د غونډې ګډونوالو څخه مننه وکړه، چې د ارواښاد پاک روح ته د دوعاو او نيکو پېرزوينو د وړاندې کولو او د هغه د خدمتونو د نمانځنې په پار يې ستره یادغونډه جوړه کړه.

ياده نمانځغونډه مازيګر ناوخته د ارواښاد پاک روح ته په دوعاييه سره پای ته ورسېده.

د یادونې وړ ده، چې د ښاغلي زاهد مشواڼي، ښاغلي قتيل خوږياڼي، ښاغلي زاهد افغان، ښاغلي هدایت الله عادل، ښاغلي نجيب الله جالب، ښاغلي فضل الحق سعيد، ښاغلي عبدالواسع ناصري، ښاغلي صفي الله صفي او ښاغلي محمد هارون هاند مقالې او د مثبت بدلون ټولنې، چپرهار محصلينو علمي او پرمختيايي ټولنې، کوټ ادبي کاروان، بټي کوټ علمي او فرهنګي ټولنې، د ولسمشرۍ نوماند ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي، ځوان ادبي يون، ختيځ ادبي بهير، هلمند فرهنګيانو ټولنې، ښاغلي الحاج احسان الله کامه وال، ننګرهار تياتر، د روسيې سن پیترزبورګ افغانانو فرهنګي ټولنې، اصلاح ادبي بهير، هرات پخواني والي ښاغلي ډاکټر داوود سبا او د ضمير کرنيز مشورتي ګروپ د خواخوږۍ پيغامونه د وخت د کموالي له امله له لوستلو پاتې شول.

يادونه: ارواښاد نصيرالله مومند د روان کال د غويي پر شپږمه نېټه د ورپېښې ناروغۍ له امله له هېواده بهر د هندوستان په مکس روغتون کې په حق رسېدلی، چې جنازه يې د غويي پر اتمه د جلال اباد ښار په مقام خان هديره کې خاورو ته وسپارل شوه.

اروايي ښاده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *