د موبایل غل

 ژباړه: زاهدالله ځلاند –

په نایجریا کې یو ځوان ته د موبایل غلا کولو له امله د مرګ سزا ورکول شوه.

دغه ۲۳ کلن ځوان، چې ټوپ ابیوډن نومېږي، څلور کاله وړاندې په اتلس کلنۍ کې یو ځیرک موبایل غلا کړی و. نوموړی د څلورو کلونو لپاره په زندان کې و.

اوس د دغه هېواد سترې محکمې امر کړی چې نوموړی دې اعدام شي.

ټوپ ابیوډن ویلي، چې موبایل یې د دې لپاره غلا کړی و چې خپلو وړو وروڼو او خویندو ته پرې خواړه واخلي.

د نوموړي مدافع وکیل ویلي چې دا په دې نه ارزي چې یو کس دې د ۳۲۱ ډالرو په ارزښت لرونکي موبایل اعدام شي.

One thought on “د یوه موبایل په غلا د اعدام محکومیت”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *