سوفي نړۍ ناول (Sophie’s world) د نړۍ د نوموتي لیکوال جوسټین ګارډر اثر دی، چې د فلسفې د تاریخ په اړه لیکل شوی دی. د نړۍ د داستاني ادب دا مشهور اثر او شهکار په ۱۹۹۱ز کال کې په ناروې کې لیکل شوی دی او لیکوال یې هم د فلسفې استاد دی او په الهیاتو کې یې زده کړه کړې ده. دغه مهم اثر پښتو ژبې ته شفیق امیرزي او وږمه وردګ په ګډه را ژباړلی دی او اکسوس کتابپلورنځي چاپ کړی دی. کتاب تر ډېره د انساني فکر، علم او فلسفې پر تاریخ را څرخي. مهمه ځانګړنه یې دا ده، چې د فلسفې او علم تاریخ یې په داستاني بڼه وړاندې کړی دی او دې مسئلې اثر ته خوږوالی ورکړی دی. پښتو په نړۍ کې ۶۰مه ژبه ده چې دا کتاب ورته را وژباړل شو تر هغه وړاندې پر ۵۹ ژبو ژباړل شوی دی. کتاب د نړۍ تر ټولو ډېر پلورل شوی ناول دی، چې د وروستیو شمېرو له مخې تر دې دمه یې ۴۰ میلیونه کاپیانې پلورل شوې دي. کتاب اکسوس کتاب پلورنځي په ډېر لوړ کیفیت چاپ کړی دی او مینه وال یې له همدې ځایه تر لاسه کولی شي.

2 thoughts on “د یوه نړیوال شهکار اثر پښتو ژباړه چاپ شوه”
  1. I need that sopy book please if it’s possible to send me through email

    Thanks
    Ur sincerely

    Abdulhaq Khan

  2. داسی کتابونه په پښتو ژباړه به له کومه کړم په انګلستان کی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *