واحد ګل هاشمي|  

یوه پاکستاني هلک سر ۱۸۰ درجې تاویدل نړیوال ګوته په غاښ کړي دي.

جیو نیوز د ډیلي میلز ورځپاڼې په حواله ویلي چې د پاکستان د لوی ښار کراچی اوسېدونکی ۱۴ کلن سمیر له دې سره سره چې د خپلو لاسونو پر مټ خپل سر تر ۱۸۰ درجې شاته ګرځولو وړتیا لري، نوموړی د بدن په نورو غړو هم حیرانوونکي حرکات ترسره کولای شي.

د سمیر په وینا، کله چې  اوه کلن و د هاليووډ داسې فلم یې ولید چې په کې موجود یوه شخص کولای شول خپل سر شاته وګرځوي او د شا ته هر څه وویني، نو ده هم له هماغې ورځې د سر شاته ګرځولو هڅه پیل کړه.

نوموړی زیاتوي چې کله یې په لومړي ځل خپل سر شاته وګرځاوو نو مور یې ورته غوسه شوه او په کلکه یې ورته وویل چې بیا داسې ونه کړي ځکه هغې ویل چې ورمیږ به یې مات شي، خو د وخت په تیریدو یې مور په دې خبره پوه شوه چې زوی یې دا وړتیا لري چې داسې عمل ترسره کړي.

نوموړی لا هڅه او تمرین کوي څو خپله وړتیا دوامداره وساتي، د مور تر ناروغي وروسته ورڅخه زده کړې پاتې او د کور د مصارفو د پوره کولو لپاره د نڅا د یوه ګروپ ډینجرس بایز (خطرناک هلکان) سره کار کوي، پلار ساجد خان یې هم د زړه د ناروغي له کبله په کور دی او کوم کار نشي کولای.

د دغه هلک د مور په وینا غوښتل یې چې په خپل زوی زده کړی وکړي مګر نوموړي ته په کم عمر کې د کور مصارف پوره کول ورله غاړې شوي دي.

سمیر چې د نڅا په کومه ډله کې بوخت دی اته غړي لري او هر کله چې نوموړی د خپل بدن په مختلفو غړو ډول ډول حیرانوونکي حرکات اجرا کوي نو خلک ورته پیسې ورکوي چې بیا په همغو پیسو د کور مصارف پوره کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *