کله چي د دوو بیلو وړتیا لرونکي نوماندان په یوي پالیسي لرونکي فضا کې سیالۍ کوي نو د ټولټاکنو توازن تل غیر مصلحتي وي. د دویم پړاو د سیالۍ لپاره دري ټکي ډیر اړین دي. لومړي هغه څوک چې د یوه اعتدال غوښتونکي سیاسي مفکر وړتیا ولري هغه ښه نوماند بلل کیږي.
دویم دا چې د ټولټاکنو توازن بائید تل اعدادي وي تر څو چې د ټولټاکنو پایلې په ویش نه بلکه د عمومي بری په شمیر وڅرخي. دریم دا چې د ټولټاکنو توازن بائید د نوماندانو د پلویانو په شمیر ولاړ توازن وي.
د ټولټاکنو د دویم پړاو دغه تګلاره تقریباَ د نړي په ټولو هیوادو کې پلی کیږي، په نورو هیوادو کې د اولسمشریزو ټاکنو دویم پړاو ته عموماً هغه دوه نوماندان لاره مومي کوم چې د هیغه هیواد د اساسي قانون سره سم د ولسمشرۍ ټولي وړتیاوي په ځان کې ولري، البته د خپلو برنامو او پالیسیو له مخه په ډیر کم توپیر یو له بله بیل وي. خو له بده مرغه زموږ په هیواد کې بیا دغه اصل هیڅ وجود نه لري، دلته یو نوماند په نړیواله کچه د خدمتونو او بی ساري پلانونو لرونکي وي خو سیال یي بیا نه یواځي چې د ولسمشرۍ وړتیاوي نه لري بلکه د هیواد په ړنګولو او د هیوادوالو په مړینو کې په لوړه کچه ونډه لري.
له ټولټاکنو ډیر وړاندي د اولسمشر کرزي د تیرو ۱۳ کلنو کړنو ته په کتو هر افغان په دي فکر وو چې ټولټاکني به هیڅ ونسی، اولسمشر به بیا یوه خپله جوړه کړي جرګه ګئ جوړه کړي او دا وږئ با بیا د یو څو کلنو لپاره په خپل سر کې وټومبي.
لاکن بیا د اولسمشري لپاره ثبت پیل سو او په دي لړ کې د ښاغلي کرزي ورور هم ځان د اولسمشریزو ټاکنو لپاره نوماند کړ بیا هر افغان له چوپانه تر پوهانه هرچا وویل چې کرزي دا وږئ په آسانه کله له خپل سره کښته کوي.
خو نوموړي ډیر ژر په ارګ کې د دوو جرګو په جوړولو ښاغلي قیوم کرزي دي ته اړ کړ چي د اولسمشریزو بل نوماند زلمی رسول څخه خپل ملاتړ اعلان کړي او د نوموړي په ګټه له خپلي نوماندي لاس واخلي چې دغسي و هم سول. د خلکو اندیښني لا نوري زیاتي سوي، خو چې اولس د یوه مخکښ نوماند ډاکټراشرف غني احمدزي بی ساري پلویان او میننه وال ولیدل اولس ډاډه سو چې دا ځلي به د اولس اوښ هغلته ګونډه کیږي چیرې چې اولس غواړي.
ټولټاکنې پیل سوي، افغان اولس نه د طالب، نه ټوپکي او نه د بارانونو پروا وکړه، افغان اولس په خپل ټول توان په اولسمشریزو ټاکنو کې پراخه ونډه واخیسته او ټولي نړي ته يي دا وښوده چې افغان اولس نه یواځي د دي هیواد په غرو کې لکه بازان جنګیدلۍ سی تر څو د خپل دوښمن غاښونه مات کړي بلکه دا اولس د دي ښکلي هیواد په ښارونو کې د یوه ولسواک اولس په څیر د خپل مشر د ټاکلو وړتیا او تمدن هم لري.
لکه څنګه چې ستر فیلسوف سقراط ویلي وو کله چې د یوه قام ښځي له کورو راووځي نو پوه سي چي د دي قام ښي ورځي رارواني دي، د افغان اولس نر او ښځه ځوان او سپین ږیرۍ هر یوه د خپل راتلونکې د ټاکلو هوډ وکړ.
خو افغان اولس یو ځل بیا دا ټکئ په پام کې نه وو نیولئ چې د یوه ټکي په لري کیدو مجرم محرم سي. د اولسمشر کرزي د ټاکنو د کمیسون تر څیوري لاندي تر ۲ میلونه زیاتي رایي ورکي سوي، او د ټاکنو پایلي يو ځل بیا د ستونزو سره مخ سوي. د ټاکنو څخه وروسته اولسمشر کرزي د خپل پلان او سیاسي سطرنج پر اساس د ښاغلي اشرف غني احمدزي څخه د یوه ائیلافي حکومت جوړوني غوښتنه وکړه چې په هیغه کې به عبدالله عبدالله او خپله ښاغلي کرزي ټیم د اشرف غني احمدزي تر مشرتوب لاندي په حکومت کې پراخه ونډه ولري او اشرف غني احمدزي به یو محدود واک لرونکئ اولسمشر وي، خو د ښاغلي اشرف غني دي کور ودان وي چې د نوموړي د هیواد سره د یوي بلي جفا برخه و نه ګرځید. او داسي ښکاري چي ګواکي ټاکني به دویم پړاو ته ولاړي سي خو اولسمشر کرزي اوس هم زلمي رسول او عبدالله عبدالله سره کښینولي دي تر څو د دویم پړاو لپاره د ډاکټر اشرف غني احمدزي په وړاندي یو بل ائتلاف جوړ کړي.
د نوماندانو وړتیاوي نه یواځي د هیواد پر راتلونکي ستره اغیزه لري بلکه د هیواد د سیاسي ګوندونو، سیاستمدارانو او ځوان نسل برخلیک ټاکي. که چیري خداي مه کړه د کرزي د نظام دا شوم پلان پلی سي نو دا ویل به بي ځایه نه وي چې صداقت ډیره ګرانه بیه لري فلهذا د دي هیله له ارزانو خلکو څخه مه کوي. افغان اولس به ډیر ژر دا درک کړي چې په تیرو څو لسیزو کې تر ټولو ستر خیانتونه د کرزي په نظام کې د دي اولس او هیواد سره ترسره سول.
نجیب الله آزاد
manana sha lekena da allah dei tawfeq derkdey noro lekeno ta mo hum stergey pa lar u