زموږ د یوویشتمې پېړۍ ژوند کله په ډېر مشابهت د پخوانیو پېړیو ژوند غوندې شي، یو یا څو کسان چې زور، ځواک او نوم لري غږ وکړي ټول یا ډېر یې ومني، هماغسې کوي، سوال او سنجش پکې نشته.

دا څو ورځې مطبوعاتو نه چې د امریکا او افغان حکومت د ناندرۍ او د ولسمشر کرزي په پخوانۍ اصطلاح د نرمې غېږې کشمکش وینم، دې مشابهت ته مې زیات پام واوړي.

یو طرف غږ کوي، چې زموږ یې څه، داخلي جنګ دی سره خورئ، دا ورغږ کړي چې که داسې و نو دا دولس کاله ولې اوږه په اوږه او څوګامه مخکې را نه روان وې.

خلک چې دا خبري اوري زموږ دا خلک اول خو یې کم اوري، ځکه زیاتره یې فکر کوي چې زموږ یې پرې څه، تاسې پوه شه، سیاست، لانجې او کیسې مو. موږ له لوږې مرو، درته اهمیت نه لرو، تاسې هم خپل کارکوئ.

خو یوه برخه چې دې خبرو سره ځان لېواله ښيي پدې سوچ کوي چې کوم طرف ته ښه ویل ورته په ګټه دي، که یې د جګړې مخالف لوري سره راشه درشه ښه وي امریکا ښه بولي، هو وايي داخلي جنګ دی، دا خوارکی به څه غرض پکې لري، اوس یې په اشتباه پوه دی، پښې سپکوي، پخپله مخه ځي.

خو که یې د حاکم جریان کومې ډلې ټپلې نه خوړلې، څښلي وي د نمک حلالۍ لپاره نه، د نور شوک او ونډ په ارمان امریکا غندي. وايي، فساد ټول په همده کې و، لوی پلان یې و، راغی، بمبار او ظلم یې وکړ، حکومت نه خلک خپه شول، اوس چې ځان ملامتۍ نه باسي، نه یې پریږدو، ښه ده روسیه خو شته، شانګهای سازمان دی، مشر خان ښه پکې ویلي چې نور دې خلکو نه د ښو تمه مه کوئ، اخوا به لاس وغځوو، نوې یارانه به جوړه شي،لویه دنیا ده، ځانته امریکا خو نه ده.

دا کیسه که څوک داسې ځای کې چې د افغانستان نوم او پرمختګونه په رسنیو کې اوري، وکړي ټولو نه لوی دروغجن به وګڼل شي، خو خپله ددې کیسې د وطن خلک ددې باوجود چې پوهېږي دا کومه روماني کیسه نه د دوی د بې خونده ژوند واقعیت دی، سر نه پرې خوږوي، عام او اسانه پلمه او منطق درته لري: په دې کیسو سرمه خوږوه، څه چې کېږي هغه به کېږي، زموږ په وس څه پوره دي!

په دې کیسه کې د پېنځه کلن تاریخ، نړیوالو مېړانو او څه او څه ادعاوو له زمزمه کوونکي کرکټره داسې خبره اوریدل له شدید لېونتوبه غیر بل تصویر او وړاندوینه چاته نه شي ورکولی، ددې کیسې هرنندارچي که موږ يې هم پرځای وای، هوسېږي چې راځه ددې لېونو پر کور یو چکر ورشه، هسې هم خپلو کې یو بل خوري، یوه ته څه ومنه، بل ور وښیه ډله به جوړه او تس نس به یې کړي.

د لېونتوب، بې مسوولیتۍ، چل فریب او تباهۍ ددې مشترکې کیسې انجام ډېر خلک وېرونکی ګڼي، خو د دې انجام د خطر بدلولو فکر او خبره کم کسان کوي، بې باوري، نهیلي او وېره دومره شدیده شوې، چې ځینو ته د لوبې د طرف بدلېدو تصور کبیره ګناه او عملي کېدل یې معجزه ښکاري.

خو دا معجزه کیدونکې ده، یوازې تصور او له تصوره یې ارمان زیږېدل په کار دی، په فوټبال کې د افغان لوبغاړو جالبه کارنامه افغان غلامانه ذهنیتونو، دنیا او لوبغاړو ته یې د دې معجزې د کیدو ښه پیغام و.

ددې پیغام بدرګه دومره هیجاني وه، چې د وارداتي سیاسي ایډیالوژیو، قوم، ژبې، سمت او مذهب په نوم په افغانستان کې بېلتون اچونکي ادرسونه یې ولړزول، حیران شول چې دا دومره خواري، پر ذهني ځمکو د کوکنارو غوندې د تعصبي فصل د کرلو دومره ګناوې ټول اوبو یوړې، دا څه حال دی، هر طرف ته د درې رنګه بېرغونو رپېدل، د افغان او افغانستان د زنده باد نارې او پر هرې خولې خندا لکه چې ناکامه کړو.

نوی نسل پوه شوی او باید لا نور پوه شي چې قوت یې په یو کېدو او یو بل زغملو کې دی.

په دې لویه کیسه کې دا تصادفي پېښه د یوه روښانه پېغام په حیث زموږ دا مسوولیت زیاتوي، چې باید دغه صحنه په خود جوشه او پوره صادقانه ډول بیا، بیا تکرار او زمینه سازي ورته وشي.

که داسې وشول، معجزه به وشي، په کور دننه له غلامو استهلاک شوو څېرو او ډلو نیولې د نړۍ ترهر کونجه د افغان او افغانستان د ژوند او پایښت دښمن به مات وي.

ټول به وايي، چې افغانستان او ملت خو یې یو لېونی ممثل و، لېونی نه و، موږ یې وازمایلو، خپله بېرته عادي شوو، اوس به څوک سترګې نه ورته لري، دا لوبه ډېره عجیبه وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *