تاند- د امریکا پوځ وايي چې د دوی درې پوځیان پرون د دغه هیواد د یوې الوتکې د لوېدو له کبله په افغانستان کې ووژل شول.

د نړیوالو امنیتی ساتونکو ځواکونو یا ایساف په وینا په وژل شویو کسانو کې دوه پوځیان او یو ملکي دی.

د امریکا د دفاع وزارت چارواکو هم پئېښه تایید کړه، این بي سي تلویزیون ته یې وویل چې درې واړه وژل شوي کسان امریکایان دي.

ایساف تر دې مخکې یوازې د پېښې خبر ورکړی و خو د هغې په نتیجه کې یې د مرګ ژوبلو په اړه څځه نه و ویلي.

د پېښې نور جزییات نه دي ورکړای شوي او نه دا ویل شوي چې د لوېدلې الوتکې نوعیت څه و.

په تېر دسمبر کې د نړیوالو ځواکونو یوه بلک هاواک هیلي کوپتر د افغانستان په جنوب کې ولوېده او ۶ امریکایان پکې ووژل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *