سید صمیمي ||
انډیوال مې اختر کې کلي ته تللی و. چې راستون شو، د طالب سرګروپ قصه یې کوله چې تلویزیون ته ناست و او د اوربند په اړه یې د ښار د خلکو د خوشحالي تصویرونه لیدل او خندل یې چې خلک ډیر وارخطا دي.
انډیوال مې ویل چې سرګروپ دې ته خوشحاله وو چې خلکو د جنګ له لاسه فغان کاوه او طالبانو ته یې زارۍ کولې چې سره وروڼه یو او سوله وکړئ.
د انډیوال په نظر د خلکو عذرونو او له جنګه شکایتونو سرګروپ صاحب ته داسې احساس ورکاوه چې د طالبانو جنګ کامیاب دی او ښه نتیجه یې لرلې ده.
که جنګ په دې وجه کامیاب بلل کیږي چې د خدای مخلوق ورسره پریشانه کیږي نو یقینا چې د طالبانو روان جنګ او بلکې هر جنګ کامیاب دی، ځکه جګړه او جګړه مار له تباهي پرته بل څه کمال نه لري.
زه البته د سرګروپ صاحب خندا ته له یو بل اړخه کتل غواړم او هغه دا چې که هر افغان د جګړې له لاسه فغان کوي او طالب ته ورور وایي او د سولې زارۍ ورته کوي، علت یې دا نه دی چې د تسلیمي فکر ورسره دی او یا طالب ورته برحقه ښکاري، علت یې دا دی چې هر باوجدانه او با ایمانه افغان په دې پوهیږي چې د خدای د مخلوق وژل، شرموونکی او غیرانساني عمل دی. هر باایمانه او با وجدانه انسان، په هره طریقه چې وي، که هغه د استدلال او بحث لاره وي، یا د عذر او زارۍ او ژړا لاره، له جنګ سره مخالفت څرګندوي او طالبان سولې ته هڅوي. هر باشعوره او معقول افغان په دې پوهیږي چې که طالب مري، یا عسکر مري یا بل وطنوال وژل کیږي، نو یو ژوند ختمېږي، یو کور ورانیږي او بدمرغي زیاتیږي. هیڅ باشعوره انسان او مسلمان د نورو انسانانو او مسلمانانو په مقابل کې غیرمسوول نه وي او د بل چا په قتل او د بلې کورنۍ په دربه دري نه خوشحاله کیږي.
دغه سرګروپ او نور کسان چې په جنګ او قتل کې خوشحاله ښکاري، باید په دې پوه شي چې د جنګ اوږېدل صرف د قتلونو د زیاتیدو او افغانستان د لازیاتې ورانیدو مانا لري. دوی باید په دې سر خلاص کړي چې د سولې لپاره اوښکې تویول د خندا خبره نه ده بلکې د هغو کسانو اعمال د توهین او تحقیر وړ دي چې د جنګ اوږدېدل غواړي.
دغه سرګروپ باید په دې پوه شي چې هغه جاسوسي ادارې چې د دوی مشرانو ته یې په کویټه یا بل ځای کې پناه ورکړې ده، صرف په خوله باندې له دوی سره کوز پاس کیږي، نور نو په زړونو کې او په خپلو منځونو کې په دغو مشرانو پورې خاندي او ټوکې ټکالي کوي، ځکه چې کم عقل ورته ښکاري. دوی ته ملا هیبت الله اخوند یوه ساده بنیادم ښکاري چې د خپل وطن ړنګولو او د خپلو خلکو وژلو ته یې هڅولای شي.
هوکې، د خندا وړ کسان هماغه دي چې هم نور او هم ځان تباه کوي او دا تصور ورسره دی چې که یې دا دنیا تباه هم شي، په هاغه دنیا کې حورې ورته قطار ولاړې دي. څرنګه چې له هغې دنیا هیڅوک نه راستنیږي چې دغو ساده ګانو او د خندا وړ کسانو ته ووایي چې حقیقت څه دی، نو دوی له ځانونو سره خوشحاله دي او په تصور کې له حورو او غلمانو سره اوسي.
دغو کسانو ته باید وویل شي چې که د حورو او غلمانو شوق لرئ، نو یوه داسې لاره پیدا کړئ چې د خدای مخلوق درسره په تکلیف نه شي او له دې ډیر ساده فکره راووځئ چې ولا که مو نورخلک ووژل نو اویا اویا حورې به راته لاس په نامه ولاړې وي.
که واقعا په دین او دنیا کې سعادت غواړئ نو د خدای له مخلوق سره ښه کول زده کړئ.
د رحمان بابا دا یو څو ښکلي او له مفهومه ډک اشعار ټالبانو ته ویل شویدي:
دوست دشمن د سړی واړه خپل عمل دی
هم په دا مقدار یې اجر موی په موی شی
آدم زاد په معنی واړه یو صورت دی
څوک چې بل آزاروی هغه آزار شی
په آزار دچا راضی مه شه رحمان!
که خلاصی په قیامت غواړې له عذابه
د رحمن بابا په قول:
دین یی دام دی غوړولی په دنیا کی
پکی رانیسی وحشیان د مخلوقات