تاند- د مارچ په هغه باراني ورځ ټاکل شوې نه وه چې بوبي دودیفسکي نوکریوال وي. دا هغه ورځ ده چې دغه ۳۵ کلن مقدونیايي سرتېری له خپلې راتلونکې ماندینې سره ویني.
په هماغه ورځ د زرګونو کډوالو په منځ کې، چې غوښتل یې له پولې واوړي، یوه هم د عراق د دیالا د ختیځ ولایت اوسېدونکې شل کلنه نورا ارکاوازي وه چې د ۲۰۱۶ کال د لومړیو وختونو تاوتریخوالو مهاجرت ته اړ ایستله.
دا له خپلې مور- پلار، ورور او خور سره له عراقه ترکیې ته لاړل او له هغه ځایه په یوه کوچنۍ بېړۍ کې د یونان لوبیس ټاپو او په نهایت کې مقدونیا ته ورسېدل.
په مقدونیا کې دوی لا په دې فکر کاوه چې اجازه به ترلاسه کړي چې سربیا ته واوړي او کنه، نورا له دودیفسکي سره مخامخ شوه. ده د نورا په سترګو کې یو خاص جذابیت ولید. دودیفسکي وايي«لکه چې زموږ په تقدیر کې داسي لیکل شوي وو.»
کله چې دوی سره ولیدل په بالکان کې د کډوالو په اړه سختۍ په زیاتېدو وې.
نورا فرانس پریس خبري اژانس ته وویل«زما ارمان دا و چې له خپلې کورنۍ سره په جرمني کې واوسم.»
دا په ۶ ژبو خبرې کولی شي. کله چې د مقدونیا پولې ته ورسېده، په دې خاطر چې په انګلیسي ژبه ښه پوهېده نو دودیفسکي ته د خبرو لپاره ولېږل شوه.
دې د بي بي سي نړیوال سرویس ته وویل«لومړی پلا چې له پولې د مقدونیا لور ته واوښتم، سخته تبه مې لرله، څو څو ځلې ولوېدم. بوبي ژر سره صلیب ته ولېږلم چې ما ته درمل راکړي.»
دا وايي چې دودیفسکي په پیل کې کاملاً مسلکي چلند کاوه خو سوکه – سوکه یې وضعیت بدل شو او زما د کورنۍ غړي هم پرې پوی شول.
ښاغلي دودیفسکي وویل«ما ډېرې، ډېرې نجونې لیدلي، ممکن لا ډېرې ښکلې، تر نورا هم ښايي یو څه ښکلې. خو ما د نورا په سترګو کې یوه ځانګړې ښکلا ولیده. له همدې کبله مې پرېکړه وکړه چې باید له نورا سره واده وکړم.»
نورا په خټه کورد (کُرد) او مسلمانه ده خو دودیفسکي ارتودوکس مسیحي دی. دوی خپل واده ته ۱۲۰ تنه وروبلل.
د نورا د کورنۍ غړي بالاخره جرمني ته لاړل خو دا له خپل خاوند سره په مقدونیا کې پاتې شوه.