ګرد چاپېره پر کټونو خلک ناست وو. نری شمال لګیده. شمال به کله شور جوړ کړ؛ لکه یو ګونګی چې غواړي کیسه وکړي؛ خپله خواري کوي؛ خو څوک پرې نپوهیږي. ښه ورته غوږ شوم، ایله مې سر خلاص شو. فکر کوم راته ویل یې:

دا هماغه کابل کیمپ دی چې کله کابل کې تنظیمي انډوخر جوړ شو. ښار وسوزیده. د کابلیانو په وینو ښار ولړل شو. (جوی شیر) په جوی خون بدل شو. د (رقص مرده) په نوم د قتلونو نوې طریقې کشف شوې. پولادي میخونه سرونو کې ټک وهل شول. سینې غوڅې شوې، ناموسونه ولوټل شول او… نو ښاریان له کابله په تېښته شول. ځینو یې په همدې سپیره ډاګ کې خیمې لکې کړې او څه له تورخمه واوښتل.

دا هماغه کیمپ دی چې یوې سندرغاړې (نغمې) ورسره د خوړو مرسته وکړه، خو هغه لعنتي شوه. منفوره ده او هغوی چې دا خلک یې له ظلمونو را وتښتیدل مقدس دي. دا خلک یوازې د سرونو د پریکولو او ښارونو سوزولو هنر خوښوي او د همدغه شان هنرمندانو قدر کوي.

***

سپین ږیری په خپلو خیالونو کې غرق و. غوښتل مې ډاډ ورکړم؛ خو الفاظ راته ډير کمزوري ښکاره شول. دومره دروند بار یې نشو وړلی. په خبرو مې راوست. هغه د حوصلې تمثیل وکړ ویل یې:

بس، همدومره به یې روزي وه. د خدای ج امانت و؛ بیرته یې واخیست.

یو بوډا پلار غوښتل د خپل ځوانیمرګ زوی د غم هیرولو تمثیل وکړي؛ خو پاتې راغی. ستونی یې ډک شو. پورته شو او همداسې د کور خواته روان شو.

***

نامعلومه وعده

د ځوانیمرګ واده نږدې و. یوې پیغلې د خپلو منګولو سره کولو خوبونه کتل. د خپلو ارمانانونو د پوره کیدو خوبونه یې لیدل؛ خو داسې ونشول.

پیغله د خپل خاوند کور ته راغله، خو په ډولۍ کې نه. په بدلو او خوشحالۍ نه. هغه په سرو سترګو او سلګیو د خپل ځوانیمرګ جانان لیدلوته راغله. هغې په یوه وخت دوه جنازې لیدلې؛ د خپل ژوند د ملګري او د خپلو ارمانونو.

هغې په په ژړا کې ویلي و:

کاش،

مړی ژوندی یې ورک وای، ما به یې راتګ ته ټول عمر په انتظار تیر کړی و، اوس به څه کوم!

لکه شاعر چې د همدې مظلومې د ارمان ترجماني کړي وي:

“پروا نکړي زما په زندګۍ دې پوره نشي

یو داسې نا معلومه وعده راکه چې پرې پایم”

***

زموږ خواته یو بل کس پر کټ کیناست. د خپلې سیمې د یوه ځوان کیسه یې وکړه چې تازه چا ویشتلی و. نه قاتل معلوم و او نه یې د قتل انګیزه.

***

یو بل سړي د بل ځوان د ویشتلو کیسه وکړه.

حیران شوم. ما ویل که اوس به ټولې جنازې همدلته راروانې وي. ما ویل که شاوخوا مې مړي دي. ما ویل که زه هم تش کالبوت یم او…

***

زموږ بنیامین

د ځوانیمرګ له کوچني ورور سره مې خبرې کولې؛ خو هغه خبرو ته څه نلرل. حیران و. مشر ورور یې راته ویل: دا یې ډير کلک انډیوال و. انډیوالي یې خرابه شوه

ماشوم مې سینې پورې جوخت ونیوه. زړه مې و؛ ورته ووایم: زه دې ورور یم ؛ خو د بنیامین کیسه رایاده شوه:

یوسف ع خپلو وروڼو کوهې کې غورځولی و او اوازه یې ګډه کړې وه چې لیوه وخوړه. لکه لیوان چې اوس دومره وحشیان نه دي، هغه وخت هم نه وو؛ ټول پسات د انسانانو و او دی. یوسف مصر ته ځي، آن تر تخته رسیږي. کشری ورور( بنیامین) یې له نورو وروڼو سره مصر ته راځي؛ خو یوسف نه پیژني. یوسف خپل ظالم او بې رحمه وروڼه میلمانه کوي. د خوړو هر لوښي ته دوه – دوه وروڼه کیني. بنیامین یوازې پاتې کیږي.

یوسف ع ور سره کیني. ماشوم بنیامین ورته وايي: زما هم ورور و. ډير خوږ او نیازبین؛ خو هغه لیوانو وخوړ. یوسف ورته وايي خیر دی، زه به دې ورور شم. د ماشوم سترګې ډنډ کیږي او ور ته وايي چې ته به مې ورور شې خو یوسف…

ما د خپلې زمانې بنیامین ته د ورور کیدو ډاډ ورنشو کړای. یوه شیبه ورسره ولاړ وم او د هغه په سپیره مخ کې مې د غم او ویر ننداره وکړه.

***

زموږ بختور

مشر ورور یې راته ویل. زموږ ورور بختور و. څیره یې پیژندل کیده. نور ملګري یې ورته داسې ویشتلي وو، چې هیڅ نه معلومیدل!

***

شیبه په شیبه تلاوت کیده. شیبه په شیبه د هغه پاک کتاب مبارک آیتونه لوستل کیدل چې ټول مسلمانان یې سره وروڼه ګرځولي؛ خو د همدې سپیڅلي کتاب پیروان اوس یو له بله سرونه غوڅوي. د قاتل په کور کې هم تلاوت روان دی او د مقتول په کور کې هم.

همدې ته فکر وړی وم. د غني خان دا بیت مې ورو زمزمه کړ، روان شوم او د ملګري یوه غمجنه کورنۍ مې غمونو ته یوازې پرییښوده:

“ ربه، ربه زما ربه

لیونی شوم په فکرونو … “

د زمري اوومه، ۱۳۹۷

محمد نعمان دوست

One thought on “د یوې فاتحې یادښتونه | محمد نعمان دوست”
  1. دوست صاحب قیصی لوستلو دی سترګی له اوښکو را ډکی کړی او ستونی می هم را ډک شو، خو کار ځای کی وم او اواز می نشو ویستلی، قصی راباندی ډیر تاثیر وکړو یو ستاسو د لیکلو مهارت ده چی کلیمی موسره مرتب او منظم کړی دی او بل داچی فکر می وکړو چی نعمان صاحب دا د فاتحی قصه زمونږ د کلی د لال بیک د فاتحی نه نوی را نقل کړی. لال بیک ځوانیمرګ هم همداسی ځوانیمرګ شو، د ملی اردو نه کورته راغی واده یی تیار وه خو کومه ورځ وځنډیده نو پلار ته یی وویل چی پلاره زه به بیرته وظیفی ته لاړشم او زر بیرته راځم نو چی دا ځل راغلم نو کومه میاشت تنخوا به می هم اخیستی وی او غواړم چی واده ته می تخت واخلم، نو له کوره روان شو کندهار ژیړی ولسوالی ته د رسیدو نه لس ورځی وروسته د روژی په دریمه ورځ مور مړی خپل ژوند له لاسه ورکړو، او دری ورځی وروسته یی جنازه کلی ته ورسیده، کوژده شوی پیغله (چنغله) د سری ډولی پر ځای په تور ټیکری کی کورته راغله او د جنازی سرته یی کیناسته په ژوند یی یو د بل د لیدو ارمان ونه ووت. خدای دی افغانستان په حال ورحمیږی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *