تاند- د امریکا په کلیفورنیا کې یو سټارت اپ غواړي د راتلونکي ۲۰۱۹ د دوبي په لومړیو کې کوچنۍ سپوږمکۍ فضا ته ولېږي.

د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، دا سپوږمکۍ، چې اندازه به یې شاوخوا یوه لوېشت وي، له ویرجینیا ایالت څخه د مځکې مدار ته استول کېږي.

دا سپوږمکۍ د دې لپاره جوړې شوي چې بېلابېلو کمپنیو او حکومتونو غوښتنه لرله چې خپل کرنیز محصولات، د بېړیو تګ راتګ او د هوا حال له فضا څخه وڅاري.

راکټ لیب (Rocket Leb) کمپنۍ ویلي چې د امریکا په ویرجنیا کې به یو پلېټ فارم جوړ کړي.

دا پلېټ فارم به د ناسا په والپس (Wallops) پوځي قطعه کې جوړ شي چې اوس ورڅخه نړیوال فضايي تمځي ته مواد لېږل کېږي.

راکټ لیب په نیوزیلنډ کې هم پلېټ فارم جوړ کړی دی.

د دې ستارت اپ له لوري جوړې شوې کوچنۍ سپوږمکۍ به څو کاله د مځکې په مدار کې راګرځي او د خپل ماموریت په پای کې به د مځکې په اتومسفیر کې وسوځېږي.

اټکل کېږي چې په ۵ کلونو کې به ۲ زره ۶۰۰ کوچنۍ سپوږمکۍ د مځکې مدار ته واستول شي.

راکټ لیب کمپنۍ تراوسه دوې دا ډول کوچنۍ سپوږمکۍ په ازمېښتي ډول فضا ته استولي دي.

ځواب دلته پرېږدئ