مهسا

تاند- ګڼ شمېر افغانانو هغو دوو تنو ته د سختې سزا غوښتنه کړې چې د یوې ماشومې په تښتولو او وژلو تورن شوي دي.

ماشومه مهسا د پیسو لپاره د دوشنبې په ورځ د کابل په خیرخانه مېنه کې برمته شوه.

د کابل پولیسو قوماندان جنرال سید محمد روشندل نن /چهارشنبه/ خبریالانو ته وویل چې نیول شویو سړو په خپل جرم اعتراف کړی دی.

نیول شوي کسان خبریالانو ته هم ورښکاره کړل شول.

روشندل وايي، تښتونکو د نجلۍ له پلار څخه د ۳ لکه ډالرو غوښتنه کړې وه.

د کابل امنیه قوماندان ژمنه وکړه چې له قانون سره سم به له مجرمانو سره چلند وکړي.

پر دې قضیې افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې سخت غبرګون ښودلی دی.

ګڼو خلکو د دې ۶ کلنې ماشومې، چې مهسا نومېږي، عکسونه خپاره کړي.

په ټولنیزو رسنیو کې افغانانو د دې نجلۍ قاتلانو ته د سختې سزا غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې که دا کسان په سزا ورسول شي نور جنایتکاران به له جنایته راوګرځول شي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم پر دې پېښه عکس العمل ښودلی دی.

ارګ په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکلي چې ولسمشر غني د یرغملګرو له لوري د ماشومې مهسا د تښتول کېدو او وژلو له پېښې له خبرېدو وروسته سخت خواشینی شوی دی.

ولسمشر ویلي چې دا ډول جنایتکار عملونه د منلو نه دي او اړوندو اورګانونو ته یې امر کړی چې دا قضیه په جدي ډول تعقیب او عاملانو ته یې د هیواد له نافذه قوانینو سره سمه سزا ورکړي.

3 thoughts on “د یوې ماشومې پر تښتول کېدو او وژل کېدو د خلکو توند غبرګون”
  1. متاسفانه که د اباسین د پيښی په عاملینو عدالت اوشریعت تطبیق شوی وای نن به دا پيښه نه واقع کیدله
    دا قاتلین به هم بله ورځ ازاد شی

  2. اجراییه رییس ، د مزاري شاګرد او دا پنځوس سلنه حکومت په څه بوخت دی؟

  3. په کابل کې ۱۵۰۰۰ وسله وال غله وژونکي تښتوونکي… په کاربوخت دي چې مشري یې لوی لوی جنایتکاران کوي، لکه غلام رسول سیاف د جمعیت و شورای نظار مشران او داسې نور ځناور چې لکۍ یې حتما جهاد پورې غوټه ده. ترڅو چې د دغو لویو ښامارانو چاره ونشي، وضعیت کې بدلون نه راځي ولوکه فاعلین یې یو وار نه چې شل ځلې هم اعدام شي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *