د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې د یوې ترافیکې پېښې له امله د یوې مېرمنې په ګډون شپږ تنه شهیدان شول .

دغه پېښې نن ( دوشنبه)  ماښام نږدې د چک ولسوالۍ برېښنا بند ته څېرمه د غني خیلو په سیمه کې د چک برېښنا بند د لویې ویالې د پول څخه د کرولا موټر د تېریدو په حال کې رامنځته شوې .

د معلوماتو له مخې، کله چې یاد موتر د پول څخه د تېریدو په حال کې وو،لویې ویالې ته پریوتی،چې له امله په موټر کې ناست ټول کسان شهیدان شوي دي .

دغه کسان، چې د مېرمنې په ګډون ۵ تنه یې د چک او یو یې د سیداباد ولسوالۍ اوسیدونکی دی،غوښتل یې چې له کابل څخه تر راتګ وروسته د چک ولسوالۍ غني خیلو سیمې ته ولاړ شي،چې د یادې پېښې قربانیان شول .

د پېښې ټول شهیدان د سیمې د اوسیدونکو،امنیتي منسوبینو او سره میاشتې د رضاکارانو په همکارۍ له اوبو څخه راویستل شوي .

تر دې د مه معلومه نده،چې یاده بېښه د موټر د ښویدنې او که د موټر چلوونکې د نه پاملرنې له امله رامنځته شوې .

د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي پر یاده پېښه ژوره خواشیني څرګنده کړې.

هغه شهیدانو ته د جنت الفردوس او کورنیو ته یې د جمیل صبر غوښتنه کړې او همدا راز یې په دغه ستر غم کې د پېښې د قربانیانو له کورنۍ سره ځان شریک بللی .

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *