تاند- په ویتنام کې د جین پېژندنې یوې ټولنې معلومه کړه چې په دغه هیواد کې له یوې ښځې د غبرګولو ماشومانو پلار یو نه دی.
د ماشومانو څېرې له یو بل سره ډېر توپیر درلود ځکه د ماشومانو کورنۍ پرېکړه وکړه چې د هغو جلا جلا ډي این اې واخیستل شي. د ډي این این په ازموینه کې څرګنده شوه چې د دواړو ماشومانو پلار یو نه دی.
داسي ډېر کم پېښېږي. دا پېښه چې (heteropaternal superfecundation) بلل کېږي، هغه وخت کېږي چې ښځه له دوو نارینه وو سره پر له پسې یا له ډېرې لنډې وقفې وروسته نژدې والی وکړي.
د ویتنام په پلازمېنه هانوۍ کې د جنیټک ټولنې مشر (دانا لونګ) وايي چې د دوی د ټولنې له لوري د ډي این اې شوې ازموینه سل په سلو کې سمه ده او دا یوه نادره پېښه ده.
د ده په وینا تر دې وړاندې په نړۍ کې داسي یوازې لس نورې پېښې څرګندې شوي دي خو کېدای شي ډېرې وي. ځکه چې په ډېرو مواردو کې د ماشومانو میندې او پلرونه پرې نه پوهېږي او نه هرڅوک د ډي این اې معاینه کوي.
ده د ماشومانو د مور او پلرونو هویت قصداً څرګند نه کړ.