تاند- د کابل پولیس وايي چې د یوې کورنۍ د ۱۰ غړیو د وژنې د قضیې په تړاو یې څو تنه مشکوک کسان نیولي دي.

د جمعې په شپه ناوخته د کابل خیرخانه مېنې ته نژدې په یوه کور کې وسله والو کسانو د یوې کورنۍ لږترلږه ۱۰ تنه په خورا بې رحمۍ ووژل.

په وژل شویو کسانو کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي.

د کابل ولایت د پولیسو د جنايي تحقیقاتو ريیس محمد سالم الماس وویل چې د دې قضیې په تور ۳ مشکوک کسان نیول شوي دي.

د الماس په وینا دا کسان د امنیتي ځواکونو له لوري د کابل- بغلان په لویه لار کې هغه مهال ونیول شول چې هغوی غوښتل بېرته کابل ته راشي.

الماس دا هم وايي چې دا درې تنه د یوې کورنۍ د ۳ غړیو له وژلو وروسته بلخ ولایت ته تښتېدلي ول.

د جنايي پولیسو ريیس وايي چې دا درې تنه د ۱۰ تنو وژل شویو کسانو خپلوانو ورمعرفي کړي وو. نیول شوي کسان اوس په توقیف کې دي او پوښتنې – ګروېږنې ورڅخه روانې دي.

له بلې خوا یوه بل امنیتي چارواکي وویل چې د کابل د دې خونړۍ پېښې په تړاو لږترلږه ۴ تنه نیول شوي دي.

تراوسه پورې د دې جنایت انګېزه نه ده څرګنده شوې خو پولیس شک لري چې ممکن د پېښې د قرباني کورنۍ او حمله کوونکو ترمنځ د دښمنۍ نتیجه وي.

په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې د دې قضیې اصلي عامل په وروستیو کې له محبس څخه خوشي شوی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *