لیکوال: براین ټرېسي

   ژباړه: محمداکبر حقمل

ټولو موخو ته د رسېدو ريښتینی لامل لېوالتیا ده.  تاسو باید موخې ته د رسېدو لپاره د خپلې لېوالتیا کچه ډېره اوچته او لمبې وهونکې کړئ. یواځې په هغه صورت کې به ستاسو موخې ته د رسېدو په لاره کې شته خنډونه له منځه لاړ شي کله، چې ستاسو په وجود کې د خپلې موخې د لېوالتیا کچه په بې ساري ډول شغلې ووهي. او په خوشبختۍ سره به تاسو خپلو موخو ته په لږ یا ډېر وخت کې ورسېږئ. کله، چې د نفتي توکو د میلیاردر څخه دده د بریالیتوب د راز په اړه پوښتنه وشوه، نو ده په ځواب کې وویل: بریالیتوب یواځې او یواځې د دوو څیزونو اړ دی؛ لومړی هغه کس کوم، چې غواړي بریالی شي باید په دې دقیقا پوه شي، چې د څه په هڅه کې دی او ریښتینی هدف یې څه دی. که وګورو ډېری نابریالي کسان ددې ټکي پام نه ساتي. دوهم هغه قیمت یا بیه څرګنده کړي کومه، چې موخې ته د رسېدلو لپاره ادا کوي او له څرګندونې وروسته دا کړنه ترسره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *