تاند نیوز ډیسک: سوداګرۍ وزارت د کابل ـ شارجه د هوایي دهلېز د پرانیستې خبر ورکوي او وایي، الوتکې په خپل لومړي پرواز کې ۲ ټنه زردالان او تازه الوبخارا عربي اماراتو ته صادر کړي دي.
په دې اړه د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست اجمل احمدي ټویټ هم کړی چې په کې یې لیکلي دي، شارجه ته نن دوشنبه لومړني صادراتي پرواز کې له ۲ ټنو زیات زردالان او الو بخارا واستول شول.
د سوداګرۍ وزارت ویاند سمیر رسا تاند ته وایي، د هوایي دهلیزونو له لارې تر اوسه له ۷ زره ټنو زیات افغاني تولیدات او صادرات په ۶۳۰ پروازونو کې اروپا، اماراتو، عربستان، چین، قزاقستان، هند او ترکیې ته لیږدول شوي دي.
خو افغان سوداګر او اقتصاد پوهان هوایي دهلیزونه د صادراتو د ودې برخه کې مؤقت پرمختګ بولي.
دوی وایي، که حکومت غواړي صادرات وده وکړي نو په ځمکنیو سوداګریزو لارو کې دې پراته خنډونه اوار کړي.
د اقتصادي چارو شنونکی رومل اتل تاند ته وایي، که د امریکا د متحده ایالاتو پراختیایي ادارې لخوا سوداګرو ته سبسایډي نه ورکول کیدای هوایي، دهلیزونه به تر ټولو ګرانبیه تمام شوي وو.
