د شهر نو پارک د ونو سیوري ورو- ورور په تیارو بدلیږي. هغوی چې پارک ته د دمې او یا ورزش لپاره راغلي، د بیرته تګ چمتوالی نیسي. خو یوه ډله ځوانان خوا په خوا او یو بل ته مخامخ د پښو په سر ناست دي. په تورو لاسونو کې یې سپین  زر ورق کاغذونه نیولي، د خپلو مسلمانو بزګرانو  پیداوار پر کاغذ واچوي، لاندې ترې بله پلته ونیسي، له کاغذه نری لوګی پورته شي او دا لوګی د نیچې په ذریعه ان د ځوان تر سګو ورسیږي.

همداسې ځای ځای نري لوګي پورته کیدل چې یو څوک راغی. لنډه ږیره یې وه، بغل ته یې توبره پرته وه. ځوانانو ته نږدې شو، ما ویل که کوم صحي کارکن دی او اوس به دوی ته د مخدره توکیو اضرار تشریح کړي، ما ویل که د نشه یي توکیو پر ضد د مبارزې وزارت مامور دی او اوس به ځوانانو ته لکچر ورکړي، ما ویل که کوم ملا صیب دی او اوس به د مخدره موادو د کارونې اُخروي وعیدونه ورته مخامخ بیان کړي، ما ویل که کوم تبلیغي دی او اوس به ووايي: ګرانو وروڼو! زموږ او ستاسو کامیابي په دین کې ده  او دې مبارک دین نشه حرامه کړې،  ما ویل که د ځوانانو د معینیت کوم کار کونکی دی او د مخدراتو له منګولو څخه د خلاصون په اړه به له دغو زلمیانو سره له نږدې خبرې وکړي او ما ویل…

نه، له دغو ډلو یو هم نه و. دغه ډلې له خاصو ځایونو، نه را وځي. دوی  یوازې هغه ځای کې څه نا څه  د مسوولیت احساس کوي، کوم ځای کې چې مقرر وي.

راغلي سړي، هر ځوان ته په کاغذ کې تاو پوډر ورکول او د هغو له خیرنو او تورو لاسونو یې په سوال او غلا پیدا کړې پیسې راټولولې.

حیران شوم، لکه پلازمینه چې نه وي. لکه دا ځای چې د شهرنو پارک نه وي، لکه له ښاره ډیره وتلې او د غرونو منځ کې پرته سیمه چې وي او د پولیسو د موجودیت امکانات پکې هیڅ نه وي.

راغلي سړي په ډاډه زړه خپل پوډر وویشل او روان شو، شاید نورو ځایونو کې هم ورته خپل مشتریان په تمه وو.

د ښار په هر چوک او هر واټ پولیس ولاړ وي، شکمن کسان تالاشي کوي. سودا مې شوه، پاس اسمان ته مې وکتل، ما ویل اوس به کومه هلیکوپټره ولاړه وي او دغه سړی به یې په پړي د ونو منځ کې  راښکته کړی وي. اخر  څنګه امکان لري چې د ماډل ماډل کشفي او امنیتي ارګانونو د منسوبینو د فعالیت سره سره دې څوک د پلازمینې په زړه کې دومره ډاډه پوډر وګرځوي؟

د جنايي کارکوونکیو دنده څه ده؟ که هغوی ته هم د همدې تریخ لوګي له برکته خوږه مړۍ رسیږي!؟

غوښتل مې د دې صحنې عکس واخلم، خو ویریدم. ډله لویه وه او زه یوازې. ټول ځوانان وو. خو یوازې له پوډریانو هم نه  ویریدم ، ما ویل هسې نه پولیس راته غم جوړ کړي او ووايي چې ته زموږ د بدنامۍ لپاره عکس اخلې!

په هر صورت، د موبایل کیمره مې عیاره کړه چې څنګه هغوی سرونه د لوګي کشولو لپاره ټیټ کړل، عکس مې واخیست او غلی روان شوم. څو ګامه تللی نه وم چې د پښو دربا شوه. یو تنکی ځوان چې سګرټ یې په لاس کې و راپسې راغی، په دري ژبه یې  ویل:

رڼا شوه، اسک ( عکس) دې واخیست؟ ما ویل نه، کله چې مې موبایل ته زنګ راشي رڼا کوي. ځوان راپسې را روان و او په روانه کې یې ویل: فکر دي وي ګوره! ما ویل بې غمه شه او رب دې درته صحت درکړي. ځوان امین کړ او بیرته تاو شو.

شیبه وروسته، د حاجي یعقوب د جومات له ممبره همدا غږ راته: د خلاصون په لوري را منډه کړئ !( حی علی الفلاح) خو دا ځوانان اوس د خلاصون له ځایه ډیر لري تللي، دوی په یو طرفه سړک دومره لرې تللي چې هیڅکله به بیرته په شا ونه ګرځي.د دوی پښو کې اوس دومره وس نشته چې د خلاصون لورته ګامونه واخلي، د دوی له رګونو وینې زبیښل شوي او د یو چا مخ ته یې سرخي ورکړې.

که همدا کمزوری او له فساده ډک حکومت وي او همدا مو د ټولنې اخلاق وي، که له همدې زهرجنو بوټو چیرته عشر او چیرته باج اخیستل کیږي، نو ډیر نور ځوانان به هم په همدې یوه طرفه واټ ګامونه واخلي او دومره به لرې لاړ شي چې د ګامونو نښې به یې هم پاتې نشي.

 محمد نعمان دوست/ کابل

(سرخط ورځپاڼه)

د وري ۷مه، ۹۵

One thought on “د یو طرفه جادې مساپر/ محمد نعمان دوست”
  1. د دوی پښو کې اوس دومره وس نشته چې د خلاصون لورته ګامونه واخلي، د دوی له رګونو وینې ځبیښل شوي او د یو چا مخ ته یې سرخي ورکړې۰
    هو! زمونږ د فسادي حکومت او ادارو، مشرانو او کاذبو سیاستوالو ته ئې د مخ (د شرم سرخي) سوروالئ ورکړئ۰

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *