لیکنه: ق.امیری

په ۱۹۶۵ زېږدیز کال د امریکا په یو پوهنتون کې یو محصل یوه مقاله لیکلې وه چې په هغو کې یې د چټک لېږد رالېږد لپاره یوه سټراټیژي معرفي کړي وه. د ټولو نورو مقالو په څېر دې مقالې هم د ښوونکي لخوا نمرې واخېستې او وروسته د پوهنتون په ټاکلي ځای کې د نورو مقالو په څېر آرشیف شوه.

خو محصل شپږ کاله وروسته د یو شرکت بنسټ کېښود څو خپلې لیکلې سټراټیژۍ ته پکې د عمل جامه ورواغوندي. دې شرکت یواځې په دوو کلونو کې په رښتیا هم هماغه طرح عملي او قسماً بریالۍ تثبیت کړه. دې شرکت د ۱۴ الوتکو په کارولو سره د امریکا ۲۵ ایالتونو کې خپل خدمتونه پیل کړل.

دا کوم شرکت دی؟

دې شرکت په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې د ۴۸ میلیارد ډالرو په ارزښت خالص ګټه تر لاسه کړې وه.

دې شرکت د نړۍ په ۲۲۰ هېوادونو کې فعالې نمایندګۍ پرانستې او عملاً یې خپل خدمتونه پیل کړل.

دا شرکت له ۶۳۴ الوتکو څخه کار اخلي او تر ۹۰ زرو ډېر نور نقلیه وسایط او وسایل لري.

دا شرکت تر ۳۰۰ زرو زیات کارکوونکي لري.

د نړۍ د غوره شرکتونو په نوملړ کې لوړ ځای لري او په کاری لحاظ د نړۍ له ۱۰۰ غوره شرکتونوڅخه یو شرکت بلل کېږي چې د نړۍ په کچه یې خوښوونکي ډېر دي.

د دې شرکت مسؤل مدیر (هماغه ګمنام محصل، Smith ) د نړۍ په کچه معتبرې جایزې ګټلې چې د هغو له ډلې د نړیوال غوره مدیر جایزه، د جورج سي مارشال بنسټ جایزه، او د ویاړ راوړونکو کنګرې د معتبرې جایزې نومونه اخېستلی شو. ښاغلی سمیټ همدارنګه د نړۍ تر ټولو غوره مسؤل مدیر لقب هم ګټلی.

د دې شرکت د نوم اورېدو ته مو خامخا تلوسه زیاته شوه، خو اندېښنه مه کوئ، تاسو خامخا د (فیډیکس) شرکت نوم اورېدلی!

هو، فېډېکس نن د نړۍ په کچه د تر ټولو ستر لوجسټیکي او د لېږد رالېږد شرکت په حیث خپل خدمتونه وړاندې کوي. فيډيکس نه یواځې په امریکا بلکه په ټوله نړۍ که خورا شهرت او اعتبار لري.

فېډرال اېکسپرېس د خپل کار په لومړیو کې د لیکونو (مراسلو) لېږلو په برخه کې فعالیت کاوه چې د بازارموندنې شعار یې (د لېږد رالېږد خدمتونه د ۵۵۰ مایل پر ساعت چټکتیا سره) وو خو فېډرل اېکسپرېس له ډېرو مالي ناورینونو سره مخ شو حتی تر دې چې یواځې په یوه میاشت کې یې تر یو مېلیون ډالرو زیان وکړ.

فېډرل اېکسپرېس د پوستي مراسلو لپاره د لومړی صندوق بنسټ په ۱۹۷۵ زېږدیز کال کې کېښود چې یو کال وروسته یې د ورځنیو مراسلو د لېږد رالېږد کچه تر ۱۹ زرو کڅوړو ورسېده او پدې ترتیب یې نه یواځې خپل تېر مالي بحران جبران کړ بلکه ډېره ګټه یې هم ترلاسه کړه. د فېډرال اېکسپرېس چټک پرمختګ له ۱۹۷۷ زېږدیز کال وروسته پیل شو ځکه پدې وخت کې د امریکا دولت په هوایی کرښو او انتقالاتو کې خپلې مداخلې راکمې کړې او پر ځای یې خصوصي سکټور ته پراخه ونډه ورکړه چې د فيډرال اېکسپرېس لپاره دا یو طلايي فرصت وو. فېډرال په همدې کال ۷ لویې بوئینک ۷۲۷ الوتکې وپېرلې او خپل خدمتونه یې لاپسې چټک او پراخه کړل.

یو کال وروسته فيډرال اېکسپرېس د لومړني تر ټولو مجهز او سمبال لوجسټیکي شرکت په حیث خپل سیسټم الکټرونيکي او کمپیوټري کړ چې پدې ترتیب سره یې د لېږد رالېږد خدمتونه څو برابره پراخه، چټک او اغېزمن کړل. فيډرال اېکسپرېس په ۱۹۸۰ زېږدیز کال کې خپل خدمتونه د امریکا نورو ۹۰ ایالتونو ته هم وغځول ورپسې یې په نړیواله هوایی کرښه خپل لېږد رالېږد کاناډا ته هم پیل کړ. په ۱۹۸۳ زېږدیز کال کې فېډرال ایکسپريس د لومړي ځل لپاره تر یو میلیارد ډېره ګټه ترلاسه کړه او په همدې کال یې د ZapMail خدمتونه هم پیل کړل چې موده وروسته یې دا پروژه له ماتې سره مخ شوه.

په ۱۹۹۴ میلادي کال کې د فېډرال اېکسپریس د سوداګرۍ برخې مشاورینو پخپلو مشورو سره مدیره هیئت ته قناعت ورکړ چې د فېډرال اېکسپرېس نوم فېډيکس (FedEx) ته واړوي. د فيډېکس نوم که له یوې خوا لنډ او غښتلی سوداګریز نوم دی خو له بلې خوا یواځې د فېډېکس سټېکرونو، لوحو او بروشرونو په بدلولو سره دې شرکت په ملیونونو ډالرو زیان ولید، فېډېکس پخپلو اړوندو نقلیه وسایطو او ټولو سوداګریزو توکو خپل نوم له فيډرال اېکسپرېس څخه فېډېکس ته واړوه. د فېډېکس لغت د (ګوګل،یاهو، آمازون…) داسې نورو شرکتونو پشان د انګلیسي ډېکشنرۍ ته ورزیات شو.

ټکی: مهمه نده چې نور ستاسو خوبونه په حقیقت بدل کړي، دا تاسو یاست او یواځې تاسو یاست چې پخپل ځان باور وکړئ او خپلو خوبونو ته د حقیقت رنګ ورکړئ.

ستاسو راتلونکي د باور وړ ده!

د ارقامو سرچینه: فېډېکس وېب پاڼه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *