نن شپږمه ورځ ده چې د ننګرهار درې (۳) میلیونه انسانان د برښنا د شتون نه محروم دي. نه پوهیږم چې د لغمان او ننګرهار والیان په کومو مصروفیاتو اخته دي.چې د درې میلیونو انسانانو په حال یې خوله بنده او سترګې تړلي ساتلي.
که زموږ چارواکي د یو مزي د تړولو نه عاجز وي نو بیا خو د دوی شتون دلته بیخي بې مانا دی، که ملي پولیس، ملي اردو او ملي امنیت هم د دې ولس د فریاد اوریدو او د یو مزي د تړلو نا عاجز وي نو د دې ملت دې خدای مل شي. ولس خو ماته هم د هغه مېږو په مثال ښکاري چې په لنګتون کې مري، چې نه یې ځان ته خیر وي، نه خاوند ته او نه هم اجتماع ته.
خدای دې دغه ولس په سرو مچو وخوړل کړي چې د خپل روا حق غوښتلو لپاره د دوکان دروازه یوه ورځ هم ونه تړله.
زه د خپل ملا صاحبانو نه هم ګیله من یم، په زرګونو ملا صاحبان د حکومت نه تنخواګانې اخلي، د طالب په هکله خو یې هسی هم سترګې ګنډلې او خولې بندې ساتلي، زه یې نور نه چیړم، حد اقل د بریښنا لپاره خو دې یوه ورځ په ممبر غږ وکړي چې دغه ملت خوار د سهار او ماښام فرق وکړي سهار او ماښام دواړه په توکل روژه نیسي او روژه ماتوي.
که د حکومت دغه حال وي نو زما یقین نه راځي چې دغه وړۍ به شړۍ شي. وايي چې فقر د کفر دروازه ده، زه ستاسې د ملي یووالي په دې حکومت کې د کفر دروازې پرانستې وینم او بس.
ما د طالبانو د حکمرانۍ په مهال هم په طالبانو غږ کړی وو. چې د یو څو جوماتونو رنګول، مکتب ته د مدرسې نوم ورکول، او ډاکټر ته طبیب ویل د ملت د ستونزو اساسي حل ندی. دې بدبختانو ته هم وایم چې یوازې شعارونو، په تلویزون یو څو ښې خبرې، د بې تجربې والیانو او وزیرانو ټاکل د افغانستان د مسلې اساسي حل نه دې، نور تاسو پوه شئ او خدای. زه خو په هدیره کې په اذانونو نه ستړې کیږم خو دغه مړي هم په والله کا په ارامه رانه ساه واخلي.
پیر حیدري