د میدان وردګو ولایت په چک او سیداباد ولسوالیو کې د بېلابېلو پېښو به ترڅ کې د دوو قوماندانانو په ګډون ۳ وسله وال طالبان وژل شوي او د یو وزیرستاني په ګډون ۲ نور ټپیان شوي دي،همدا راز د ملي اردو یو سرتېری هم ټپي شوی دی .

د چک ولسوالۍ په علي همت سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې،چې په ترڅ کې یو وسله وال طالب وژل شوی او د یو وزیرستاني په ګډون ۲ نور ټپیان شوي دي،همدا راز په دغه نښته کې د ملي اردو یو سرتېری هم ټپي شوی.

په ورته وخت کې د یادې ولسوالۍ په اسلم خیلو سیمه کې د یوه هوایې برید په ترڅ کې د وسله والو طالبانو دوه قوماندانان مولوی حبیب الله مشهور په وفا او ملا حزب الله وژل شوي دي .

د یو بل خبر له مخې د سیداباد ولسوالۍ په ډاګ بغري سیمه کې امنیتي ځواکونو عملیات ترسره کړي،چې دوه وسله وال طالبان یې له ګڼ شمېر وسلو او مهماتو سره یو ځای ژوندي نیولي .

عطاالله خوږیانی

د میدان وردګو ولایت ویاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *