تاند- څېړونکو په لابراتوار کې د سترګو د نظر لپاره داسې کوچنۍ شبکیه جوړه کړه چې بنیادي حجرې یا سیلونه لري.

دوی هیله لري چې له دې شبکیې څخه د هغو کسانو د بینا کولو لپاره کار واخلي چې د سترګو او مازغو ترمنځ یې عصبي ارتباط زیانمن شوی وي.

دوی همداراز وايي چې دا پرمختګ به سربېره پر دې چې د عصبي صدمو له کبله د نابینا شویو کسانو له درملنې سره مرسته وکړي د شبکیې د ودې او تکامل په اړه به د معلوماتو له زیاتېدو سره هم کومک وکړي.

په لابراتوار کې جوړه شوې کوچنۍ شبکیه د حجرو له رایوځای کولو څخه تولید شوې او دا شرایط د انسان په بدن کې د حجرو د طبیعي ودې د حالت په شان دي.

دا حجرې د انسان د سترګو او مازغو ترمنځ ارتباط ټینګوي.

په نړۍ کې د سترګو دا ناروغي ډېره عامه ده او نژدې ۷۰ ملیونه انسانان پرې اخته دي. دا ناروغي د انسانانو د ړندېدو دوهم عامل ګڼل کېږي.

کله مو په دې فکر کړئ چې نابینایانو ته دنیا څرنګه ښکاري؟ دا ویدیو په همدې اړه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *