تاند- د سایبریا د یو ښکري کرګدن (Siberian unicorn) په اړه یوه تازه څېړنه وايي چې دا افسانوي حیوان لکه څرنګه چې پخوا فکر کېده ۳ لکه ۵۰ زره کاله پخوا منقرض یا له منځه نه دی تللی بلکې تر ۲۹ زره کاله پخوا پوري، چې تر تاریخ وړاندې انسانان اوسېدل، لا ژوندي و.

دا د هغې نوې څېړنې پایله ده چې په قزاقستان کې د دغه تیوال حیوان پر خوندي شویو سکلېټونو باندې شوې او د امریکا په اپلایډ ساینس مجله کې خپره شوې ده.

په څېړنه کې ویل شوي چې دا حیوان د روسیې له دن سین څخه د اوسني قزاقستان تر ختیځ پوري سیمو کې اوسېده.

د دغه حیوان د عمر اوږدوالي ته په پام ساینسپوهان وايي، تازه انکشاف د دې تقاضا کوي چې پر هغه نورې مطالعې وشي.

پخوا اټکل شوی و چې د یو ښکري کرګدن نسل له ۵۰ زره تر یو لک کاله پخوا مخکې له منځه تللی دی.

باور کېږي چې د دغه حیوان وزن به تر ۴ ټنه پوري و، ۲ متره لوړ او شکل یې اوسني کرګدن ته ورته و.

خو وړۍ یې ځیږې – تخته او ښکر یې اوږد و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *